
د بدخشان ولایت رسنیز دفتر د دې ولایت په خاش ولسوالۍ باندې د وسله والو ډله ییز برید په اړه خبر ورکړی دی. د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره شپه (یکشنبه) وسله والو طالبانو په خاش ولسوالۍ باندې ډله ییز برید وکړ، خو دغه برید د امنیتي ځواکونو له خوا دفع شو.
د فروتن په خبره، د تېرې ورځې په نښته کې طالبانو ته زیات تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دوی د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ باندې برید کړی او د دې ولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې یې نیولې دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې اوسمهال د ولسوالۍ وداني د دوی له خوا محاصره شوې ده او ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې یې د امنیتي ځواکونو پرمخ تړلې دي.
طالبانو دا برید د عمري عملیاتو یوه برخه ګڼلې ده او ویلې یې دي، چې د خاش ولسوالۍ د څو کلیو تر څنګ یې د جرم ولسوالۍ ۳ کلي هم نیولي دي.
طالبانو همداراز ادعا کړې ده، چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
خو د بدخشان د والي ویاند وايي، چې د خاش ولسوالۍ ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي او طالبان په نیت لري، چې یو ځل بیا په دې ولسوالۍ برید وکړي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې مرستندویه ځواکونه ولسوالۍ ته استول شوي دي او د طالبانو د بیاځلي برید د مخنیوي له پاره چمتووالی لري.