د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ شاوخوا۵۰ ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکیو د خپلو معاشونو کمېدلو او د معاشونو په اخېستلو کې د ځنډ په غبرګون کې کاربندیز کړی.
د پنجاب روغتون یو ډاکتر ـ چې غوښتل نوم یې یاد نهشي ـ سلام وطندار ته وویل له هغه راهیسې چې د بامیان روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د اغاخان پراختیایي بنسټ روغتیایي څانګې یا AKH-S پرغاړه اخېستي، دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ شويدي.
د دې ډاکتر په وینا، یاده موسسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او کړنلارې خلاف، د دې ولسوالۍ روغتیایي کارکوونکیو ۵۰ سلنه معاشونه په متغیره او د ۵۰سلنو نورو معاشونه په ثابته بڼه ورکوي.
د پنجاب روغتون یوه قابله فیضیه وایي، لهدې نه مخکې پهدې ولسوالۍ کې د یوې قابلې معاش ۶۰ زره افغانۍ و؛ خو نوې قراردادي موسسې هغه ۱۰ زره افغانیو ته راټیټ کړیدی.
د دې په خبره، له پنځو میاشتو راهیسې د دوی ۴۰ سلنه همکارانو معاشونه نهدي اخېستي.
دوی خبرداری ورکوي، که معاشونه یې په لومړي حالت ور نهکړل شي؛ د روغتون دروازه به وتړي.
د اغاخان یا د AKH-S پراختیايي بنسټ د روغتیا برخې مسوول ډاکټر عبدالصبور په ورس او پنجاب ولسوالیو کې روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو کې ځنډ تاییدوي او وايي، کومه پروژه ـ چې ۲۰۱۹ کال کې پلي کېږي ـ د صحتمندۍ په نوم ده او د افغانستان په کچه یو شان ده.
د بامیان ولایت عامې روغتیا رییس سیدعلي اقا ایوب وايي، د ورس او پنجاب ولسوالیو د روغتیايي کارکوونکیو معاشونه په ځنډ سره ورکړل شوي او د عامې روغتیا وزارت پلاوی دغو ولسوالیو کې د روغتیايي ستونزو څېړلو لهپاره ورغلی دی.
د ننګرهار او نورستان ولایتونو ځېنو ولسوالیو روغتیایي کارکوونکیو هم لهدې مخکې د حقوقو ورکړه کې د ځنډ او او معاشونو کموالي په غبرګون کې کاربندیز کړیو.
ورته مطالب: