د افغانو محور په نوم سیاسي غورځنګ د یکشنبې پر ورځ کابل کې «اساسي قانون ته راستنېدل؛ سیاسي مشروعیت ته راستنېدل دي» شعار لاندې د حکومت پر وړاندې د نوي اپوزیسیون په توګه د موجودیت اعلان وکړ.
د دې جبهې ډېر غړي د پخواني حکومت چارواکي او مهمې سیاسې څېرې دي.
د افغانانو محور سیاسي غورځنګ سرلارو پر ټاکلې نېټې ټاکنې خپله «سره کرښه» وبلله او وايي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي باید خوندي وي.
دې غورځنګ مشر او د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل غونډې ته وویل، اوسنی حکومت هڅه کوي، چې له خلکو د ټاکنو حق واخلي او پر وینا يي خپل ناقانونه او نامشروع حکومت ته دوام ورکړي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې د اوسني حکومت دوام د دولت له منځه وړل، خپل سري، ترهګري، جګړې، د لاریون ځپل، وزګارتیا او بېوزلۍ دوام وي.
د نبیل په خبره، د خپلواکۍساتنه، ځمکنۍبشپړتیا، اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته بېرته راستنېدل، د ټولنیز عدالت ټینګښت، تلپاتې سوله، د قانون واکمني، ښه حکومتوالي، د وینا ازادي، بشري او ښځو حقونو رعایت او د عادلانه ازادو او رڼو ټاکنو ترسره کول؛ د دې محور اصلي موخې دي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې اوسني حکومت کې ونډه نه غواړي؛ خو د هر ډول بېعدالتۍ پر وړاندې به مبارزه وکړي.
دغه راز، د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر اسپنتا هم غونډې کې د ملي یوالي حکومت په بهرني سیاست نیوکې وکړې او ويې ویل، چې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد نړیواله جبهه هم د حکومت د ناسم سیاست او تېروتنو له امله وپاشېدله.
سپنتا زیاته کړه، چې پاکستان غواړي د ډیورند کرښه پر افغانان تحمیل کړي او له پولې دې خواته راواوړي.
د سپنتا پر وینا، د حکومت تېروتنې د دې سبب شوې، چې پاکستان طالبانو ته د هېواد په ختیځ کې ځواکمن حضور پیدا کړي او اوسنۍ حکومت باید د پاکستان پر وړاندې روښانه سیاست غوره کړي.
ده دا هم وویل، چې د اوسني حکومت لهخوا د مدني حرکتونو ځپل د افغانستان تاریخ کې بېمخینې او د تاریخ په لیکو کې تر ټولو تورتم کار دی.
سپنتا په ټینګار سره وویل، چې د ملي یوالي حکومت ناسم سیاست د دې سبب شوی، چې د هېواد ۴۰ سلنه خاوره د حکومت وسلهوالو مخالفینو تر ولکې لاندې راشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو محور سرلارو د حکومت له پر اقتصادي سیاست هم ناخوښې څرګنده کړه.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو چارو رییس اذرخش حافظي غونډې ته وویل، چې د اقتصاد ودې په برخه کې د حکومت کړنلارې ورته د منلو نهدي.
ښاغلي حافظي زیاته کړه، چې حکومت د صنایعو ودې او پانګونې جلب په برخه کې پاتې راغلی دی.
پهدې اړه مو وغوښتل چې د ارګ نظر هم ولرو؛ خو بریالي نهشو.
خو مخکې تردې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکړی و، چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې به لاسوهنې نهکوي او دغه راز به د رڼو او عادلانه ټاکنو لهپاره مالي او امنیتي اسانتیاوي برابروي.
«د افغانانو محور» سرلارو غوښتنه وکړه، چې اساسي قانون ته باید احترام وشي او دا باور باید یقینی شي، چې سیاسي واک باید د رڼو خپلواکو او عادلانه ټاکنو له لارې سیاسي بنسټونو او ځواکونو ته سپارل کېږي.