د امن او عامه نظم د پولیسو مخکينی قوماندان زمری پیکان ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د ملي امنیت ځواکونو بېګاه په کابل کې د امن او عامه نظم مخکینی قوماندان زمری پیکان نیولی دی.

ولسمشر محمداشرف غني د تېر کال په قوس میاشت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په کلنۍ غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې وه چې ژرترژره زمری پیکان ونیسي.

ولسمشر غني ویلي و چې د نوموړي نه نیول کېدو د فساد پر وړاندې د افغانستان سیاسي اراده او شهرت له پوښتنې سره مخ کړی دی.

کورنیو چارو وزارت هاغه مهال ويلي و چې اړوندو برخو ته یې لارښوونه کړې چې ژرترژره د امن او عامه نظم مخکیني قوماندان د نیولو لپاره اقدام وکړي.

د فساد پر وړاندې د درنو جرمونو عدلي او قضايي مرکز د ۱۳۹۶ کال په قوس میاشت کې زمری پیکان د وظیفوي واکونو نه د ناوړې ګټې اخیستو او د یوه کس په وژلو کې له خپل زوی سره د همکارۍ په تور په اته کاله او شپږ میاشتو بند محکوم شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام