تېرکال دغه شپې او ورځې له نړیوالو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیت خوندیتوب لېږد وروستی پړاو بشپړ او په رسمي ډول امنیتي ځواکونو د ټول هېواد امنیتي خوندیتوب مسولیت واک واخیست.
زیات شمېر نړیوال امنیتي ځواکونه د افغانستان څخه ووتل او خپلې نظامي هډې یې افغان امنیتي ځواکونو ته پرېښودې.
امنیتي ځواکونه د روان کال له پیل څخه په ټول هېواد کې د سخت دریځو ډلو او وسله والو طالبانو سره په جګړو بوخت شول ، چې په دغو نښتو کې زیات شمېر امنیتي ځواکونه او ولسي خلک ټپیان او ووژل شول.
ځېنې شنونکي ۲۰۱۵ ز کال د امنیتي ځواکونو له پاره له ګواښونو او سختیو ډک هغه بولي او وايي، چې په دغه کال کې امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې، د پرلپسې عملیاتو او جګړو پرته بله داسې لویه لاسته راوړنه نه لرله.
د بوځي چارو شنونکي عتیق الله امرخېل سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ۲۰۱۵ زکال د حکومت له پاره د امنیتي ځواکونو د تنظیم، همغږۍ او د عملیاتو کولو په برخه کې اغیزمن و.
دی وايي، چې د ملي یووالي حکومت او د امنیتي ځواکونو مشرانو د جګړې په ډګر کې سرتېرو او د جګړې قربانیانو کورنیو ته کمه پاملرنه کړې ده.
د امرخېل په باور د کندوز ښار سقوط د هېواد امنیت او ثبات ته لویه ضربه ورسوله او د امنیتي ځواکونو په جنګي مرال یې ناوړه اغیزه وکړه او افغانان یې د هېواد راتلونکي په اړه ناهیلې کړل.
دغه د نظامي چارو شنونکی وايي، چې حکومت په لوړو امنیتي بنسټوکو د سلیقو له مخې کسان ګومارلي دي.
د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستاني په دې اړه وايي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د غوره مدیرت نه موجودیت، نه همغږي طالبانو او نور ترهګریزو ډلو ته د جګړې کولو فرصت ورکړ.
د کوهستاني په باور د افغان امنیتي ځواکونو څخه د نړیوالو ځواکونو نه ملاتړ هم د دې لامل شو، چې طالبانو له چریکي جنګړو جبهه یې جنګونو ته مخه کړي.
دی وايي، که په امنیتي بنسټونو کې د مدیریت په برخه کې موجوده ستونزې حل نه شي نوی کال به د امنیتي ځواکونو له پاره د سختیو ډک وي.
سره له دې چې افغانان له امنیتي ځواکونو څخه عمومي ملاتړ وکړ، خو دغه ځواکونه بیا د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې په زیاته کچه بریالي نه وو.
په پرلپسې ډول د ولسوالیو سقوط او تېره بیا د کندوز ښار سقوط چې درې ورځې د طالبانو تر واک لاندې راغی؛ د طالبانو سره د جګړې په قاطیعت کې د ملي یووالي حکومت مشرانو اراده او د امنیتي ځواکونو وړتیاوې د سوال لاندې راوستلې.