د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغی

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان نن سهار کابل ته راورسېد. هغه ـ چې په یو نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی ـ ټاکل شوې د خپلو سرتېرو ترڅنګ له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره هم وویني.

ویل کېږي چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر به د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې اترې وکړي.

ښاغلي شاناهان ویلي چې د سولې په خبرواترو کې د ملي یووالي د حکومت حضور ضروري دی.

ورته مطالب:

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه‌ رسېږي

خلیلزاد ولسمشر ته د دوحې غونډې راپور وړاندې کړ

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون د ننګرهار په شینوارو کې یوې ولسي غونډې ته ویلي وو، که طالبان د خبرو له‌پاره په کابل، لوی ننګرهار یا لوی کندهار کې سیاسي دفتر وغواړي؛ چمتو دی چې دفتر ورکړي او امنیتي یې هم ونیسي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې له‌دې مخکې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځلې له طالب‌استازیو سره د سولې په اړه خبرې‌اترې کړې‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام