د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته له سیاسي ناندریو سره سره، امریکا اعلان وکړ چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګټ وايي، امریکا هغه طرحه عملي کوي چې له مخې به یې په راتلونکیو څلورو میاشتو کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

یوه بل امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د تېر پلان له مخې، سلګونه امریکايي ځواکونه مخکې له افغانستانه وتلي دي.

دا سرتېري داسې مهال وځي چې د ولسمشري ټاکنو دوو مخکښو رقیبانو پرون جلا جلا د لوړې مراسم جوړ کړي وو او ښايي دا د سولې هوکړه‌لیک عملي کول او د ۱۸ کلنې جګړې پای د امریکا لپاره ستونزمن کړي.

امریکا د خپلو ځواکونو اېستل له سیاسي ثبات یا د سولې خبرو اترو له پایلې سره نه ده مشروطه کړې، بلکې دا بهیر له طالبانو سره د امریکا له ژمنو سره تړلی دی.

ټاکل شوې وه امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک لس ورځې وروسته د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ پیل کړي. د امریکا دفاع وزیر مایک اېسپر د مارچ په دویمه ویلي و چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د را اېستلو لارښوونه کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، کله یې چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را ټیټ شو، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر به د ځواکونو د اېستلو لړۍ ودروي او وضعیت به وارزوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي، له ترهګرۍ، په تېره له القاعده او داعش سره د مبارزې په موخه به یې خپل ټول نظامي تجهیزات او واکونه پر خپل ځای وي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام