
له کندوز ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت شیرخان بندر او کندوز لویه لار تړونکي "الچین" پُل الوځولو له امله هره ورځ د دغه ولایت ګمرک ته ۲،۵ میلیونه افغانۍ زیان رسيږي.
د یاد ولایت د ګمرک رییس عبدالله حارث سلام وطندار ته وویل، چې د دغه ولایت ګمرک هر کال په اوسط ډول ۳۵ میلیونه افغانۍ ګټه درلوده.
نوموړي زیاته کړه، که چېرې د دغه ولایت لويې لارې او شیرخان بندر تړونکی الچین پُل ژر تر ژره بېرته و نه رغول شي، نو نه یوازې دا چې د ګمرکونو عاید صفر کوي، بلکې د دغه ولایت سوداګرو ته به هم قوي مالي زیانونه واړوي.
الچین پُل شاوخوا ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، چې د شیرخان سوداګریز بندر سربیره څلور نورې ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز سره نښلوي.

له بل لوري د دغه بندر مشر عبدالله حارث وايي، چې اوسمهال شاوخوا ۲۵ د میوو او شاخوا ۱۰۰ د نورو تجارتي توکو موټرې له پُل هاخوا ولاړې دي.
هغه خبرداری ورکوي، که چېرې تر ۳ ورځو پورې د پُل ستونزه حل نه شي، نو په موټرو کې به تازه ميوې خوسا او له کاره ولويږي.
د کندوز ولایت د ګمرکونو مشر وویل، چې د الچین پُل د جوړېدو په اړه له مسوولینو سره خبرې کړي او دوی هم وعده کړې، چې ډېر ژر به دغه پُل بېرته ورغوي.
د الچین پُل د قلعه زال، امام صاحب، دشت ارچي او کلبات ولسوالیو اوسيدونکي له مرکز سره نښلوي، چې د چارواکو پر وینا، دوه ورځې وړاندې د جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا په بمونو والوځول شو او اوسمهال د دغه کلي اوسيدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.