د افغان سولې خبرو اترو نوی پړاو

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره لیدلي دي.

خلیلزاد له دې لیدنې وروسته پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د سولې خبرو اترو په دغه پړاو کې د افغان سولې پروسه نوي پړاو ته ننوځي چې افغانان باید په‌کې ډېر ښکېل شي.

د ارګ یوې خبرپاڼې هم لیکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اووم پړاو کې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته تمې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي هم باور لري چې د سولې خبرو په اووم پړاو کې به طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

سیاسي شنونکی محمود حیدري وایي، د سولې خبرو په شپږم پړاو کې افغان حکومت او افغانان نه وو او همدا لامل و چې ښې پایلې یې نه‌لرلې. د نوموړي په وینا، ښايي تر دې وروسته افغان حکومت د سولې په پروسه کې اساسي رول ولوبوي.

پخوانی طالب چارواکی وحید مژده هم د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرو ته هیله‌مند ښکاري. نوموړی وایي، د افغان حکومت له لوري د شاوخوا ۹۰۰ طالبان بندیانو خوشې کول هم ښايي پر یادې پروسې مثبت اغېز وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت یوې خبرپاڼې هم د امریکا او طالبانو د خبرو اووم پړاو حساس بللی او د سولې په بهیر کې یې د افغانانو پر حضور ټینګار کړی دی.

بله‌خوا د سولې عالي شورا ویاند غفوراحمد جاوید هم وايي چې ډېر ژر به بین‌الافغاني خبرې اترې پيل شي. د نوموړي په وینا، اوس د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه اجماع جوړه شوې او تمه ده چې طالبان به دا ځل له افغان حکومت سره مخامخ خبرو او اوربند ته غاړه کېږدي.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد تازه سفر د جون تر ۲۸ نېټې دوام کوي چې نوموړی به په‌دې موده کې افغانستان، پاکستان، قطر، بلجیم، المان او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

د دغو لیدنو موخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د اووم پړاو خبرواترو پیل ته چمتووالی ښودل شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام