د افغان بلیډ په نوم د ورزشي وسایلو تولید کارخانې په کار پېل وکړ

د کرېکټ پخواني یو لوبغاړي په نوښت افغانستان کې د افغان بلیډ په نوم د ورزشي وسایلو تولید لومړنۍ کارخانه پرانیستل شوه.

د ورزشي توکیو دا کارخانه په ننګرهار ولایت کې جوړه شوې او د غونډې پرمهال یې تولید شوي توکي وېش او نندارې ته وړاندې کړل.

د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د یاد شرکت مسوول سرتاج شاهدزي سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، اوسمهال یوازې د کرېکټ لوبې وسایل تولیدوي او ډېرژر به د نورو ورزشي لوبو د وسایلو په تولید هم پيل وکړي.

نوموړی وايي، ورزش او په ځانګړې توګه کرېکټ په افغانستان کې پرمختګ کړی خو لاهم د لوبغاړو د اړتیاوړ توکي په ټیټ کیفیت له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کیږي. زیاتوي، د لوړ کیفیت وسایل به د سیمې هېوادونو پرتلې په کمه بیه وړاندې کړي.

د افغان بلیډ په پرانیست غونډه کې د ولس استازو او د ورزشي ادارو مسوولانو د دغې کارخانې پيل یو ښه زېری یاد کړ او له لوبغاړو او ورزشي ادارو یې وغوښتل له خپلو ملي تولیداتو ګټه واخلي.

د بدني روزنې ریاست مرستیال میرویس بهاوي او د کرېکټ بورډ د پرمختیایي څانګې غړي شرف الدین شاکر وویل، که افغان بلیډ په لوړ کیفیت ورزشي توکي برابر کړي، دوی به د ولسمشر غني د فرمان په اساس چې ټولې دولتي ادارې باید له ملي تولیداتو ګټنه وکړي؛ خپلو لوبډلو ته کورني تولید شوي وسایل واخلي.

اوسمهال د هېواد ورزشي ادارو له‌پاره لباسونه او ورزشي توکي له هېواده نه بهر نړۍوال شرکتونه برابروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام