ټاکل شوې ده، د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله راتلونکیو نړیوالو سیالیو ته د ښه چمتووالي له پاره راتلونکې میاشت په هندوستان کی وروزل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادې لوبډلې له پاره په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پلان شوې د ۶ میاشتو روزنیز کمپ پای ته ورسېد.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې راغلي، د کابل د ۶ میاشتو ټاکنیز او روزنیز کمپ وروسته به ۲۰ تنه غوره لوبغاړي د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د لا زیاتو تجربو ترلاسه کولو له پاره هندوستان ته ولېږي.
ویل کېږي، چې په کابل کې د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې روزنیز کمپ کې د لوبغاړیو په بالینګ، بیټینګ، فیلیډینګ او په ځانګړي توګه (فیزیکل فټنس) کار وشو.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې د یادې لوبډلې د مدیر نوید صایم له خولې لیکلي، چې ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به اوس د ۴م پړاو روزنیز کمپ له پاره د هندوستان ممبۍ ښار ته سفر وکړي.
د ښاغلي صایم پر وینا، ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې د یو میاشتني روزنیز کمپ تر څنګ د ممبي ښار بېلابېلو لوبډلو سره تمریني سیالۍ هم وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، په کابل او هندوستان کې د ټولټال ۷ میاشتو ټاکنیزو او روزنیزو کمپونو او تمریني سیالیو وروسته به د روان کال (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو ته غوره لوبغاړي ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته اعلان کړي.
ټاکل شوې ده، د روان کال ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ (ایشیا کپ) ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د روان کال په ډېسمبر میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب وشي.
سیالۍ به د ډېسمبر له ۸ مې نېټې څخه تر ۲۲ مې نېټې د سریلانکا په همبنټوټا او ګال کرکټ نړیوالو لوبغالو کې وشي.