د پاکستان اردوپواینټ د راپور له مخې، سلمان بټ په همدې موخه په دې وروستیو کې د پاکستاني کرکټ بورډ د ټاکوونکي ډلګۍ له مشر انضمام الحق سره هم لیدنه کړې ده.
راپور کې راغلي، انضمام الحق سلمان بټ ته لارښوونه کړې ده، چې زیات نه زیات د پاکستان په ۴ ورځنیو کرکټ سیالیو کې ځان مصروف وساتي او د نوموړي حوصله یې زیاته کړې ده.
که څه هم په رسمي توګه تراوسه د اسټرالیا سفر له پاره نه پاکستانۍ لوبډله اعلان شوې ده او نه هم پاکستاني کرکټ بورډ د سلمان بټ د راوستو په اړه څه ویلي، خو د پاکستان ورزشي خبریال وحید خان بیا دعوه کړې ده، چې سلمان بټ به د اسټرالیا سفر له پاره په پاکستانۍ کرکټ لوبډله کې غوره شي.
سلمان بټ اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري، چې له ۲۰۰۲م ز کال څخه تر ۲۰۱۰ م ز کال پورې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې له پاره په ۳۳ ټیسټ ، ۷۸ یو ورځنیو او ۲۴ نړیوالو ۲۰ اوریزه لوبو کې ولوبید، چې ۱۱ سلیزې په خپل نوم ثبت لري او د کپتان ترڅنګ یو ښه اوپنر بیټسمین هم شمیرل کیده.