د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د بیات ټکنالوژۍ انسټیټوټ جوړ شو

په امریکايي پوهنتون کې نن ورځ د ځېنو حکومتي چارواکیو، بیات بنسټ او د دغه پوهنتون مسوولانو له‌خوا د بیات ټکنالوژۍ انسټیټوټ پرانستل شو.

د افغانستان امریکايي پوهنتون رییس ډاکتر کنټ هلند په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه انسټیټوټ د ټکنالوژۍ ودې په برخه کې ګټور ګام او د ظرفیتونو په روزلو کې مرسته کوي.

ډاکټر کنټ هلنډ وویل، هر کال به د بیات انسټیټوټ ملاتړ له‌پاره ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړو او دغه راز، د ۱۵ زده‌کړیالانو له‌پاره چې د بیات بنسټ له خوا معرفي کېږي د کمپیوتر ساینس او ای ټي په برخو کې بورسیې هم ورکوي.

ورته وخت کې د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات وايي په دغه انسټیټوټ کې به زده‌کړیالان د کمپوټر ساینس او ساینس په برخو کې زده‌کړې وکړي او د دې بنسټ جوړول زده‌کړیالانو ته د نوې څېړنې او روزنې زمینه برابروي.

ښاغلي بیات د افغانستان له امریکايي پوهنتون سره د یو میلیون ډالر مرستې هم ورکړ.

دغه‌راز حکومتي چارواکيو هم د بیات ټکنالوژۍ انسټیټوټ جوړول د پوهنې په برخه کې یو ستر فرصت بولي او له سوداګرو غواړي په دې برخه کې ونډه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام