د افغانستان لومړۍ صادراتي جوپه د چابهار له لارې هند ته صادره شوه

ولسمشر محمد اشرف غني نن نیمروز ولایت کې د یو لړ مراسمو پرمهال، د ایران، هند او د نیمروز محلي چارواکیو په حضور کې د افغانستان د سوداګریزو توکیو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې د هند مُمبيي ښار ته واستوله.

ولسمشر غني د دغو صادراتي توکیو استولو په مراسمو کې وویل، د ټرانزیټي لارو په رامنځته کېدلو سره افغانستان له واردوونکي هېواده په صادروونکي هېواد بدلېدونکی دی او د لاجوردو او چابهار بندر په پرانېستلو سره افغانستان عملاً د سیمې په څلور لارې بدل شوی‌دی.

ورته مطالب:

ایران په چابهار بندر کې افغان پانګوالو ته اسانتیاوې برابروي

د چابهار بندر پر سر د هندوستان او ایران هوکړه

د چابهار بندر د ګډې ترانزیتي او سوداګریزې ګټه اخیستنې تړون لاسلیک شو

 

د هغه په وینا، د چابهار لارې په پرانیستو سره به د افغانستان د تولیدي ـ صادراتي توکیو کچه له یو میلیارد ډالرو نه دوو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

ښاغلي غني د افغانستان ملي عوایدو په اړه هم وویل، تېرو څلورو کلونو کې د هېواد ملي عواید ۹۰ سلنه زیات شوي او دغه موده کې ملي تدارکاتو کې هم ۱۸ میلیارده افغانۍ سپمول شوې‌دي.

هغه د نیمروز اوسېدونکیو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړوي.

په همدې حال کې د ټولګټو وزیر یما یاري دغو مراسمو کې وویل، ۱۳ کانټینره سوداګریز توکي ـ چې ۵۷۰ ټنه کېږي ـ د چابهار بندر له لارې د «تیر» تر سیستم لاندې مُمبيي لېږدول کېږي.

د هغه په وینا، دا مهال ۱۵۰ افغان شرکتونو چابهار سیمه کې د ۱۳ فابریکو په رامنځته کولو سره د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې‌ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې نږدې راتلونکې کې به د اقتصادي پرمختیا له‌پاره، چابهار بندر کې د افغانستان په بیرغ بېړنی تګ ـ راتګ کوي.

د توکیو د لېږد ـ رالېږد مصرف کې کمښت او د توکو د خوندیتوب زیاتېدل، د چابهار بندر له ګټو څخه دي.

د هند او ایران سفیران هم د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، د چابهار بندر پرانیستل کېدل به د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته لا زیاتې زمینې برابرې کړي.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې هند د چابهار له لارې د خپلو مرسته شويو غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته راواستوله.

پر دې ټولو سربېره چابهار بندر د افغانستان مرکز ته د عباس بندر په پرتلې ۹۰ کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتلې ۷۰۰ کیلومتره نږدې دی چې د ټولګټو وزیر په وینا، له‌دې لارې به د هر کانټینر لګښت کې، له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پور کموالی راشي.

له دې کبله چابهار د افغانستان له‌پاره نړۍوالو اوبو ته د رسېدلو تر ټولو نږدې او ارزانه لار بلل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام