د افغانستان لوبڅاران نړیوالې دندې ته غوره شول

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټبال ۲ لوبڅاران یې د تاجکستان په کوربتوب د اسیا ۱۴ کلنو فوټبال سیالیو کې د لوبڅارۍ لپاره ولیږل.

د فوټبال فدراسیون لخوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې حلیم اقا شیرزاد او رضا محمدي د غې دندې ته غوره شوي دي.

دواړه د افغانستان فوټبال فدراسیون د یو شمیر چارواکو په بدرګه له کابل څخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته روان شول.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې دواړه افغان لوبڅاران به په اسیایي فوټبال سیالیو کې دلوبڅارۍ ترڅنګ په روزنیز کورس کې هم برخه واخلي.

افغان فوټبال فدراسیون زیاتوي چې د اسیایي فوټبال روزنې کورس به د ۵ ورځو لپاره د افغان لوبڅارانو په ګډون د لسګونه اسیایي روزونکو لپاره په دوشنبه ښار کې ترسره شي.

د افغان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې افغان لوبڅاران حلیم اقا شیرزاد او رضا محمدي په اسیایي کچه کامیابه لوبڅاران شمیرل کېږي چې وړاندې یې هم په اسیایي سیالیو کې لوبڅاري کړې ده او ترې د فوټبال اسیایي شورا خوښه ده.

افغان فوټبال فدراسیون له دواړو ښاغلي شیرزاد او محمدي څخه خوښ دي چې په زیات شمیر افغان فوټبال غوره لیګ او کابل فوټبال غوره لیګ سیالیو کې یې په زړه پوری لوبڅارۍ هم ترسره کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام