ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپله راتلونکې انټرکانټینینټل جام څلور ورځنۍ سیالۍ کې له (پي، این، جي) کرکټ لوبډلې سره ولوبېږي.
دغه سیالۍ به د روان کال نومبر میاشتې له ۲۱ مې نیټې څخه تر ۲۴ مې نېټې د افغانستان په کوربتوب په (شارجه) کرکټ نړېوال لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله د لومړۍ ماتې مساوي لوبې او ۱۴ امتیازونو بایللو وروسته د (پي، این، جي) په پرتله د روانو سیالیو په درجه بندۍ کې وروسته ده.
د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د دویمې او درېیمې درجې هېوادونو له پاره د (انټرکانټینینټل جام) په درجه بندۍ کې د لومړي پړاو لوبو وروسته افغانستان پنځم خو (پي، این جي) بیا درېیم مقام له ځان سره لري.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ خلاف په مساوي توګه پاې ته رسولې خو د ۲۰ امتیازونو څخه یې یواځې ۷ امتیازونه ترلاسه کړي.
دغه راز (پي، این، جي) لوبډلې بیا خپله لومړۍ سیالۍ کې که څه هم د کوربه هالینډۍ لوبډلې خلاف لومړي ۶ امتیازونه بایللي وو، خو د لوبې په ګټلو سره یې ۱۴ امتیازونه ترلاسه کړي.
په روانو انټرکانټینینټل جام سیالیو کې اوسمهال د لومړي پړاو یوې یوې لوبې وروسته ایرلینډ لومړې، نمیبیا دویم ، پي، این، جي درېیم ، سکاټلینډ څلورم، افغانستان پنځم، هالینډ شپږم ، هانګ کانګ اووم او د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله بیا اتم مقام کې ځای لري.
د دویم پړاو په نورو لوبو کې به چې د سبټمبر په ۸ مه نیټه پېلیږي هالینډ له سکاټلینډ سره ، نمیبیا له ایرلینډ سره او عربي امارت له هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې سره لوبې وکړي.
د کرکټ نېیوالې شورا د پلان له مخې که کوم هیواد دا ځل د روانو څلور ورځنیو سیالیو داتلولۍ جام وګټي، نو د ټیسټ کرکټ لوبولو چانس به ورکړي.
یادې شورا ویلي دي، چې لومړی به د سیالیو ګټوونکې لوبډله د وخت لسم مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره ۴ ټیسټ لوبې ترسره کړي.
د نړېوالی شورا د پلان له مخې که د دویمې او درېیمې درجې هیوادونو څخه د انټرکانټینینټل جام اتله لوبډله د ټیسټ لوبو په چیلینج نامه سیریز کې د نړۍ لسم مقام لرونکې ټيسټ لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو په نړېوال کرکټ کې به د بشپړ غړیتوب لرونکې ۱۱ مې ټیسټ لوبډلې په توګه وپېژندل شي.