.jpg)
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې مهمې نړیوالې فوټبال سیالۍ ته د چمتووالي په موخه له کابل څخه د قطرپلازمېنې دوحې ته رسیدلې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ملي لوبډله به د جاپان خلاف له سیالۍ وړاندې په قطر کې یوه اونۍ تمرینات ترسره کړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او قطر فوټبال فدراسیونونو د تړون له مخې به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله خپلو نړیوالو سیالیو او ټورنمنټونو له پاره د قطر فوټبال اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.
د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د مهال وېش له مخې به افغان فوټبال ملي لوبډله دروانې مارچ میاشتې په ۲4 مه نېټه له جاپان فوټبال ملي لوبډلې سره د جاپان (سیټاما) لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د ۲۰۱۸ م کال فوټبال نړیوال جام او دغه راز د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ م کال فوټبال اسیایي جام سیالیو ته ټاکنیزپړاو سیالۍ ده.
د فوټبال فدراسیون له خوا د قطر روزنیز کمپ ته په اعلان شوې ۲۵ کسیزه لوبډله کې ۶ لوبغاړي له هېواد څخه او پاتې نور بیا له اروپایي هېوادونو څخه غوره شوي دي.
.jpg)
د جاپان خلاف د (راتګ) پړاو فوټبال لوبې له پاره د قطر روزنیز کمپ له پاره اویس عزیزي، حمید الله وکیلي او ایمل ګریوال د ګول ساتوونکو په توګه، مصطفی حدید، حسن امین، سید محمد هاشمي، مسیخ سیغاني، شریف محمد، عبدالله ابدالي، انوش دستګیر،قسمت احمدي، مجیب جمالي او روح الله اقبال زاده د دفاع لیکي له پاره، اباسین علي خیل، کنشکا طاهر، مصطفی ځاځی، نورالله امیري، زبیرامیري، امید پوپلزی او احمد ارش هاتفي د منځنۍ لیکي له پاره او یوسف شیردل، فیصل شایسته، ولید ایماق، خیبراماني او فردین حکیمي د برید له پاره غوره شوي دي.
.jpg)
ټاکل شوي ده، د قطر په روزنیز کمپ او روانه میاشت د مارچ په ۲۴ مه او د مارچ په ۲۹ مه نېټه به د جاپان په کوربتوب د جاپان سره او د سنګاپور په خلاف په ایران کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزنه المانی پیټرسرګیټ او کپتاني فیصل شایسته په غاړه ولري.
اوسمهال د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته په اسیایي ټاکنیزپړاو لوبو کې افغانستان له سوریه، جاپان او سنګاپور وروسته خو له کمبودیا وړاندې په (اي) پنځم ګروپ کې څلورم مقام له ځان سره لری.