د افغانستان سيکان: کاناډا دې زموږ د پنا‌ غوښتنليکونه ومني

د هېواد يو شمېر سيکانو د کاناډا له حکومته غوښتي چې د دوی د پنا غوښتنليکونه ومني.

له هغه وروسته چې د چهارشنبې په ورځ د دوی پر عبادت‌ځای وسله‌والو بريد وشو اوس دوی د کاناډا له حکومته غوښتي چې د غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

دغو کورينو چې له کاناډا د پنا غوښتنه کړې، شمېر يې له ۱۰۰ کورنيو ډېر دی.

افغانستان کې يو سيک اوسېدونکی سوربي سنګ وايي، دلته يې څوک پوښتنه نه کوي  او نه غواړي نور دلته پاتې شي.

بل اوسېدونکی تجندرسنگ هم وايي، ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د خپلي شخصي ګټو لپاره د نورو اولادونه قرباني کړي او زياتوي چې نور په تنګ راغلي دي.

له دې سره په ولسي جرګه د سيکانو غړی نرېندرسنگ خالصه وايي، د چهار شنبې په ورځ د دوی پر عبادت‌ځای بريد د «بشري انسان» کار نه دی. نوموړي ترهګرو ته په خطاب کې وويل:« تاسو هېڅکله هم نه شئ بريالي کېدای.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کابل د لومړۍ ناحيې په شوربازار سيمه کې د سيکانو پر عبادت‌ځای وسله‌وال بريد وشو چې په پايله کې يې ۲۵ ملکيان ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.

د دې بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

چې دې بريد ځان سره کورني او بهرني غبرګونونه هم درلودل.

په دې تړاو:

پر سیکانو ننني برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام