د افغانستان د ځوانانو سکي ملي لوبډله د روسیی په کوربهتوب د واورې پر سر په نړیوالو «سکي» سیالیو کې د لوبېدو په موخه یاد هېواد ته لاړه.
د بدني روزنې ریاست د مالوماتو له مخې، د روسیې په کوربهتوب د سکي نړیوالې سیالۍ د روانې فېبروري میاشتې په ۸مه د روسیې په سلقي ښار کې پیلېږي.
ټاکل شوې د سکي په دغو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ۳ لوبغاړي چې یو یې نارینه او یوه ښځینه ده، د سفر د یوه مسوول او یوه روزونکي په ملتیا سیالي وکړي.
د روسیی په کوربهتوب د سکي نړیوالۍ سیالۍ به د روانې فېبروري میاشتې تر ۱۷مې دوام وکړي چې د افغانستان په ګډون به پهکې د څه باندې ۲۰ هېوادونو لوبغاړي سیالي وکړي.
د افغانستان د بدني روزنې رییس حفیظ الله ولي رحیمي روسیی ته د افغان سکي ملي لوبډلې د رخصتولو پرمهال وویل، سکي لوبه په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او په سکي فدراسیون کې د وروستیو بدلونونو او شته امکاناتو پر مټ به د سکي ملي لوبډله د سکي په نړیوالو سیالیو کې چې په روسیه کې کېږي، ښې پایلې ولري.
مجتبی حسېني، د بامیان "سکي" لوبې د ۷م نړېوال پړاو قهرمان شو
بامیانو کې د ښځینه "سکي" سیالیو ۵م پړاو ترسره شو
د افغانستان ۵ کسیزې سکي ملي لوبډلې تېره میاشت د خیبر پښتونخوا په «سوات» کې د «سکي» په اسیایي سیالیو کې چې د ۸ هېوادونو لوبغاړیو پهکې برخه اخیستې وه، هم ګډون وکړ.
د یادونې ده چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سکي نړیوال فدراسیون غړیتوب اخیستی او د یادې لوبې لوبډلې او لوبغاړي یې اوس په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.