له تېرې اوونۍ راهیسې په ایران کې د کرونا ویروس خپور شوی او یوازې په څو ورځو کې یې مثبتې پېښې لسګونو کسانو ته رسېدلې دي. په ګاونډي هېواد کې د دغه ویروس خپرېدل د افغان وګړو لپاره هم د خطر زنګ ګڼل شوی دی.
په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه کسان ایران ته تګراتګ کوي، دغې چارې د ویروس د تشخیص او مخنیوي کار له ستونزو سره مخ کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکیو په کابل کې بېړنۍ ناسته کړې او وايي، هڅه کوي هېواد ته د کرونا ویروس د ننوتو مخنیوي لارې پیدا کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې دغه وزارت له ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو هرات، نیمروز، فراه او کندهار سره خپلې مرستې ډېرې کړي او د اړتیا وړ توکي یې په واک کې ورکړي دي.
مایار زیاتوي چې ټول هغه مسافر به چک او وکتل شي چې له ایران، په ځانګړې توګه له قم ښار نه افغانستان ته راځي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وايي چې کرونا ویروس د دغې کورنۍ د نورو ویروسونو پر خلاف خورا چټک خپرېږي، خو د د وژنو کچه یې یوازې ۲سلنه ده.
وحیدالله مایار زیاتوي، له ګاونډیو هېوادونو، په تېره له ایران سره د تګراتګ قاچاقي لارې د دوی اصلي اندېښنه ده او اوس هېڅ راز نه کنټرولېږي.
د کابل ښار یو ډاکټر امید همکار د کرونا ویروس د مخینوي څرنګوالي په اړه ځینې لارښوونې کوي او وايي، خلک باید له هر څه وړاندې په بیروبار ځایونو کې ماسک وکاروي. همکار زیاتوي، له عمومي وسایلو سره تر تماس وروسته د لاسونو مینځل، له مچي کولو ډډه او د اړتیا وړ توکیو او لوښو انفرادي کارونه هغه څه دي چې په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوی کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو درې شکمنې پېښې ثبت کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت هم په هرات کې د شکمنو کسانو ثبتېدل مني او وايي، د معایناتو بېلګې یې کابل ته را لېږل شوې دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په چین هېواد کې خپور شو چې تر اوسه یې نږدې درې زره کسان مړه کړي، له ۷۷ زرو ډېر پرې اخته شوي او د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي امنیت شورا څو شېبې وړاندې له ایران سره د هر ډول تګراتګ د ځنډېدو خبر ورکړ.