د اتل احمدولي هوتک پر مشرۍ د افغانستان د ازادې مبارزې ۷ کسیزه ډله نن د (فبرورۍ پر لومړۍ) له کابله د تاجکستان پر لور روانه شوه.
د لوبډلې مشر احمدولي هوتک وایي، ټاکل شوې ده، د لومړي ځل لهپاره به د افغانستان ۶ لوبغاړي د تاجکستان په نړیوالو ازادو مبارزو سیالیو کې برخه واخلي.
د ښاغلي هوتک پر وینا، د تاجکستان په کوربتوب د ازدې مبارزې سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتی په ۴ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه دوشبنه کې پیليږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان په ګډون به د ازادې مبارزې په دې سیالیو کې د ۸ هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي، چې د «ګوسودار سنویني» لوبغالي کې به تر سره شي.
په مهالوېش کې راغلي دي، چې افغان لوبغاړي به په دې سیالیو کې د ازبکستان، ایران او کوربه تاجکستان لوبغاړیو سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې د ځوانانو ورزشي څانګې سلاکار احمدولي هوتک وایي، له افغان لوبغاړیو سره یې ډېره خواري کړې ده او خپلې نړیوالې تجربې یې ورسره شریکې کړې دي، چې ښې پایلې به ولري.
احمدولي هوتک له څوو کلونو راهیسې د افغانستان په استازیتوب د ازادې مبارزې په نړیوالو سیالیو کې لوبيږي، چې تر اوسه یې په تر سره شویو ۵ لوبو کې دوه له روسي او ۳ له هندي سیالانو ګټلي دي.
احمد ولي هوتک خپله وروستۍ نړیواله سیالي د تېر۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې د روسیې په کوربتوب له کوربه لوبغاړي ایوان کوزیچینکو سره وکړه، چې هوتک وګټله.