د افغانستان اتله کرکټ ملي لوبډله په تودهرکلي سره هیواد ته راستنه شوه

اتلې ملي لوبډلې ته نن(دوشنبه) د عربي اماراتو کامیابه سفر وروسته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د زرګونه مینه والو، حکومتي او ولسي استازو له خوا تود هرکلې وویل شو.

د لوبډلې په هرکلي کې کرکټ مینه والو ټولې ملي لوبډلې ته شاباسې ورکړ، ګلونه یی ور په غاړه کړل، ورته یې اتڼونه او نڅاګانې وکړې خو شهزاد محمدي د مینه والو د توجه مرکز ګرځیدلې و.

دغه افغان ویکټ کیپربیټسمین نه یواځې په پنځوس اوریزه لوبو کې بلکې په ۲ شل اوریزه لوبو کې هم د افغانستان په اتلولیو کې مهم رول ولوبوه.

شهزاد محمدي په یو ورځنیو لوبو کې د غوره لوبغاړي ترڅنګ په ۲ شل اوریزه لوبو کې هم د ریکارډ سلیزې په مټ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې د زمبابوې خلاف ۵؛ پنځوس اوریزه او ۲ نړیوالې شل اوریزه لوبې وکړې چې ۳ یې یو ورځنۍ او ورپسې ۲ نړیوالې شورا اوریزه لوبو په ګټلو سره یې د اتلولۍ جامونه وګټل.

د زمبابوې خلاف د تاریخي بریاو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ هیوادونو په کتار کې د یو ورځنیو لوبو لسم او د شل اوریزه لوبو نهم مقام ترلاسه کړ.

دیادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د اصغرستانکزي په کپتانۍ کې د کرکټ تاریخ کی هغه لومړنۍ لوبډله شوه چې ددویم مقام لرلو سره سره له بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې سره په سیالۍ کې سر په سر ۴ د اتلولۍ جامونه ګټي.

د زمبابوې خلاف سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د نوازخان او رحمت شاه زرمتي پرته په ټولو ۷ سیالیو کې خپلو بیلا بیلو لوبغاړو ته د لوبیدو چانسونه ورکړل.

په سیالیو کې دنورو افغان لوبغاړو په پرتله محمد شهزاد محمدي، ګلبدین نایب، حمزه هوتک، دولت ځدران، راشد ارمان شینواری، میرویس اشرف او نبي عیسی خیل ښه وځلیدل.

د زمبابوې خلاف د تاریخي بریاو وروسته د کرکټ زیات شمیر مینه وال بیا هم د راتلونکو مهمو شل اوریزه لوبو له پاره په کرکټ ملي لوبډلې کې د یو شمیر بې کاره کارکردګۍ ښودونکو لوبغاړو د بدلون غوښتنه کوي خو وبه کتل شي چې کرکټ بورډ دراتلونکو نړیوالو سیالیو ته د کرکټ مینه والو غوښتنو ته څه ځواب وایي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام