د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال صبغتالله احمدي وايي، صلاحالدین رباني له خپل پاکستاني سیال مخدومشاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درېاړخیزې غونډې جوړېدو په اړه هوکړه کړې، خو تراوسه یې کره نېټه روښانه نهده.
د احمدي په وینا، د پاکستان نوی حکومت دوهاړخیزو همکاریو او په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته لېواله ده.
پاکستان کې د عمرانخان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته، د پاکستان بهرنیوچارو وزیر مخدوم شاهمحمود د هغه هېواد لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.