
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې ورځ (جولای۲۱مه) د اداري سمون خپلواک کمیسیون ته ۹ نوي کمیشنران ور وپېژندل.
نجیب الله امین، ډاکتر روح الله امین، تبسم ولایت نیرو، میوند رهیاب، سید حشمت هاشمي، راتب مظفري، بریالی هلمندي، مقدسه یورش او ضیا احمد عبدالرحیم زی د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو په توګه غوره شوي دي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته ولسمشر غني وویل، چې حکومت هڅه کوي ځواب ویونکی وي، رڼښت او مسوولیت منل د ملکي خدمتونو په وړاندې کولو کې بنسټیزه کړي چې دولتي بنسټونه د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړای شي.
د ولسمشر پروینا، حکومت هڅه کوي پیاوړې او د کار وړ اداره په میراث پرېږدي.
په همدې حال کې د اداري سمون خپلواک کمیسیون مشر نادر نادري وویل، چې هڅه یې کړې رڼښت، سمون او دولتي بنسټونو کې د خدمتونو وړاندې کول په جدي توګه عملي شي.

نادري په دغه کمیسیون کې د سمون او رڼښت خبر ورکوي او زیاتوي، چې د بریښنایي تذکرو ویش اداره کې د نږدې ۵۰۰ کارکونکو ګومارنه تر یوه بریده د هیواد امنیت، ټیکاو، اقتصادي پراختیا او ملي یووالی تضمینوي.
ولسمشر غني د ښوونکو ۸ زره او ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ۵ زره نورو بستونو رامنځته کېدو خبر ورکړ او د ګومارنې مسوولیت یې د اداري سمون او ملکي خدمتونو کمیسیون ته وسپاره.