نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲۰ باندې ۳ بجې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته هغه مهال ځانمرګی برید شوی چې د ولایت په مقام کې د حکومتي مسوولانو، طالبانو او عام ولس ترمنځ د اوربند د مودې غځولو په پار غونډه روانه وه.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، تر اوسه پهدې پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۴۹ تنه ټپیان دي.
اخوا بیا د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیبالله کامهوال ویلي وو، لهدې چاودنې جلالاباد حوزوي روغتون ته ۱۵ مړي او ۴۵ ټپيان ور وړل شويدي.
د ده په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې طالبان هم شامل دي.
سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، د ولایت مقام لومړي قرول سره نږدې ځانمرګي برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دې ځانمرګي برید مسوولیت چا نهدی منلی.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د غازي امانالله خان په ښارګوټي کې د داعشیانو له لوري شوي ځانمرګي برید ۳۶ تنه وژلي وو او څه باندې ۶۵ تنه یې ټپیان کړي وو.
نن له حکومت سره د طالبانو د اوربند وروستۍ ورځ ده؛ خو ویل کېږي چې دا موده به وغځېږي.