د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د هېواد په شمال کې کندوز د وسله والو طالبانو په مرکز بدل شوی دی.
دوستم د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره فاریاب او سرپل ولایتونو ته تللی دی چې په ستنه راتګ کې یې د بغلان له خلکو سره هم کتلي دي.
نوموړي نن د (اګسټ په ۳۱مه) په بغلان کې وویل، چې د د غه ولایت طالبان له کندوزه تجهیز او ملاتړیې کیږي.
دوستم زیاته کړه، هڅه کوي، چې د طالبانو دغه مرکز ژر له منځه یوسي.
دی همدا ډول وايي، چې اوس هم په کندوز کې د طالبانو په لیکو کې ازبک، چچني او پاکستاني وسله وال موجود دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال په بغلان کې د خلکو سره په ناسته کې خبرې کولې، د دغه ولایت وسله والو طالبانو ته یې خبر داری ورکړ، چې که تسلیم نه شي او له جګړې لاس وا نه خلي، و به وژل شي.
ده همداراز زیاته کړه، د "بغلان طالبان به په خپلې نیکټايي سره په وهلو وهلو ورک کړي".
ښاغلی دوستم څه وخت وړاندې د طالبانو د ځپلو له پار د هېواد شمال ته تللی وو.
په همدې ناسته کې د بغلان ولایتي شورا رییس صفدر محسني له جنرال دوستم نه غوښتنه وکړه، چې د بغلان ولایت د امنیت خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.
محسنی خبرداری ورکړ، که د بغلان ولایت امنیت ته پاملرنه و نه شي؛ دغه ولایت به په هېواد کې په سرطاني ناروغۍ واوړي.
په ورته وخت کې د بغلان چارواکو دغه ولایت ته د یو عملیاتي کنډک د رالیږلو غوښتنه هم وکړه، دوی وايي، چې د مګړۍ په دهنه غوري او دنډې غوري ولسوالیو کې په جګړه کې ښکېلو سرتېرو ته مرسته نه رسیږي.
په فاریاب کې د وسله والو طالبانو د لوی برید په ځواب کې د ولسمشر لومړی مرستیال شمال ته د جګړې د رهبري کولو له پاره تللی و.