دوستم: په فاریاب کې ځینې ولسوالۍ د پېسو په بدل کې طالبانو ته پرېښودل کيږي

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د فارياب د غورماچ ولسوالۍ ژغورنې له پاره د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قومندان جنرال محمد کټوازي تر مشرۍ لاندې چاڼيز عمليات پيل کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم فاریاب کې د دولت ترولکې لاندې سیمو د سقوط یو لامل د یو شمیر قوماندانو له خوا د پوستو او پوځي تجهیزاتو پلورل بولي.

سره له دې، چې جنرال دوستم د کوم چا نوم وا نه خیست خو وايي، هر ملکي او پوځي مسوول چې په دنده کې غفلت وکړي عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

دوستم زیاتوي، چې د غورماچ ولسوالۍ د سقوط څیړلو له پاره یې دوه څارنوالان  هم فاریاب ته راوستي، تر څو دغه مسله په قانوني ډول وڅېړي.

د ولسمشر لومړۍ مرستیال تیره شپه ناوخته په غورماچ کې چنایانو پورې اړوند کمپ کې وویل، چې د غورماچ ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

د جنرال دوستم پر وینا، د نښتو په پایله کې په عملیاتو کې شامل ۱۵ ځواکونه چې پولیسو ملي اردو، پاڅونکونکي او د هغه ساتونکي شامل دي هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې چنایانو پورې اړوند کمپ کې د ملي اردو ځواکونه، چې له ۲۰ ورځو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دي په مرکز کې د حکومتي مسولینو په بې غورۍ تورنوي.

د ملي اردو د دغه سرتیري پر وینا، د هغوی ټول تجهیزات او خوراکي توکي خلاص شوي وو او د مقاومت په وروستیو شیبو کې و چې د ولسمشر لومړۍ مرستیال د هغوی کلابندي ماته کړه.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې د فاریاب غورماچ ولسوالۍ د طالبانو د جګړې مشري پاکستاني شیخان پرغاړه لري او پروینا يي، اوسمهال له ۶۰۰ زیات طالبان په دغې ولسوالۍ کې جګړه کوي.

د فاریاب غورماچ ولسوالۍ سقوط د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د څلورم ځل له پاره دغه ولایت ته د تگ له پاره مجبور کړ، چې اوسمهال د راپورونو له مخې په غورماچ کې د امنیتي ځواکونو سخت عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام