د افغانستان کرکټ هغه مهال تاریخ جوړ شو، چې کله نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۵ مشهوره لوبغاړي د هندوستان ۱۰ م پړاو "آې، پي، ایل" سیالیو بولۍ ته وړاندې شول.
پهدې لوبغاړو کې د اوسني کرکټ مشهوره لوبغاړی نبي عیسیخېل لومړی افغان لوبغاړی و، چې د لومړي ځل لهپاره دهندوستان ۱۰م پړاو سوداګریزو "آې، پي، ایل" سیالیو کې د لوبېدو په موخه د دفاعي اتلې سن رایزرز لوبډلې لهخوا د ۳۰ لکه هندۍ روپو په بدل کې واخیستل شو، چې یواځې همدې لوبډلې یې په نننۍ بولۍ کې د اخیستلو لیوالتیا وښوده.
د نوموړي ترڅنګ راشد ارمان، شهزاد محمدي، دولت ځدران او کپتان اصغرستانکزی شامل و، چې پهکې راشد ارمان هم د یادې لوبډلې لهخوا له ډالرو سره وتلل شو او په نږدې ۶ لکه ډالرو واخیستل شو.
راشد ارمان، چې اوسمهال ۱۸ کاله عمر لري او له تیرو ۲ کلونو راهیسې يې نړیوال کرکټ ته مخه کړې ده د ۴۰۰ لکه هندۍ روپو په بدل کې واخیستل شو او میلیونر شو.
د راشد ارمان د اخیستلو لهپاره ۵۰ لکه هندۍ روپۍ قیمت ایښودل شوی وو، چې لومړی یې ممبۍ انډینز لوبډلې د اخیستلو لهپاره غږ اوچت کړ چې ورسره بیا تر ۳۸۰ لکو پورۍ یادې لوبډلې د اخیستلو زړه وکړ، خو سن رایزرز لوبډلې د ۴۰۰ لکو روپو په ورکولو سره ممبۍ لوبډله شاته پریښوده او د راشد ارمان په اخیستلو سره یې خپل ضد پوره کړ.
د نوموړي ترڅنګ مشهوره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسیخیل بیا یوازې د ۳۰ لکو هندیو روپو په بدل کې دغو سیالیو ته جذب شو، خو په حیرانوونکی توګه د اصغرستانکزي، دولت ځدران ترڅنګ د مشهوره افغان ویکټ ساتوونکي شهزاد محمدي خریدار پیدا نهشو.
ټاکل شوې ده، چې دواړه اخیستل شوي افغان لوبغاړي راشد ارمان او نبي عیسیخیل به د یوې دفاعي اتلې لوبډلې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ولوبیږي.
د یادې لوبډلې روزونکي ټام موډي په ټویټر پاڼه دواړو افغان لوبغاړو ته هرکلی ویلي، چې ورسره د کار کولو لهپاره شپې او ورځې شماري.
پهخپله نبي عیسیخیل هم له زمبابوې څخه د ټویټر په یوه پیغام کې د خپل ځان او راشد لهپاره خوښي ښودلې ده، چې د لومړي ځل لهپاره به په "آې، پي، ایل" سترو سوداګریزو کرکټ سیالیو کې ولوبیږي.
د نن ورځې تر ټولو قیمتي لوبغاړي انګلستانیان ال راونډر بین سټوکس او تیز بالر ټایمل میلز وو، چې د نورو ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې يې قیمت ۱۴۵۰ او ۱۲۰۰ لکه هندۍ روپۍ ته لوړ شو، چې سټوکس د پوني او میلز د بنګلور لوبډلی لخوا واخیستل شو، خو په حیرانوونکی توګه د عمران طاهر خریدار پیدا نهشو.
د سږکال "آې، پي، ایل" سیالیو بولۍ ته د ۱۳۰ بهرنیو لوبغاړو په شمول ۳۵۷ لوبغاړي وړاندې شول ، چې پهکې د ۲۷ بهرنیو لوبغاړو په ګډون ټولټال ۶۶ لوبغاړي وا نهخیستل شول.