داعي‌الحق عابد او اصف مومند په یونیم کال بند محکوم شول

لویه څارنوالي وايي، د د حج او اوقافو وزارت پخوانی مرستیال داعي‌الحق عابد او د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مومند په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوي دي.

لویې څارنوالي نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کسان له دندې د ناوړه ګټې اخیستو په تور له درنو جرمنو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې له‌خوا په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوي دي.

لویې څارنوالي زیاته کړې، داعي‌الحق عابد له شاهین ګروپ سره د ملکیت سندونو د درې مورده جعل او د تازه لارښوونې صادرېدو له کبله چې د تدارکاتي قانون خلاف دی او د بلخ د ولایتي شورا غړی او د شاهین ګروپ شرکت رییس د سندونو پنځه مورده جعل او د هغو کارولو له کبله د جرم شریکان او اصلي فاعلان پېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د درنو جرمونو او فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې په یوه علني غونډه کې چې د ۱۳۹۶ کال د جدې په شلمه جوړه شوې وه، دواړه پنځه کاله او دوه میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام