داعش ډلې د ننګرهار له روداتو ولسوالۍ ۲۱ کروندګر یرغمل کړي

یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، داعش ډلې د ننګرهار له روداتو ولسوالۍ ۲۱  کروندګر یرغمل کړي دي. سرچینه وايي، دغې ډلې دغه شمېر کروندګر د روداتو ولسوالۍ له زاخېل سیمې د کوکنارو له کروندو وړي دي، چې اوسمهال د هسکې مېنې په ګورګورۍ سیمه کې له یادې ډلې سره دي.

په خبره یې، له یرغمل شويو کروندګرو ۳ تنه یې بېرته راخوشې کړي د پاتې هغو برخلیک نامعلوم دی.

بله‌خوا بیا د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لعل محمد درانی وایي، تېره ورځ (یک شنبې) شاوخوا ۱۰ بجې داعش وسله‌والې ډلې له روداتو ولسوالۍ ۱۱ کروندګر له ځانه سره وړي دي.

ښاغلی لعل محمد درانی وايي، له یرغمل شویو کروندګرو یوازې ۲ تنه یې راخوشې شوي او ۹ نور یې له داعش ډلې سره دي.

دی وايي، یادو ګروندګرو د کوکنارو په کروندو کې کارکولو او له پټیو وړل شوي دي.

خو د روداتو ولسوالۍ یو قومي مخور د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌طندار ته وویل، چې وسله‌والو ۲۰ تنه کروندګر تښتولي او تراوسه هېڅ یو یې هم نه دی راخوشې شوی.

سرچینه وايي، دوی نه پوهېږي دغه کروندګر کومې وسله‌والې ډلې وړي دي، خو وايي، دا کسان له کروندو وړل شوي دي.

 د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تاییدوي او زیاتوي په اړه یې لا کره معلومات نه لري.

کوښښ مو وکړ چې د دغو یرغمل شویو کروندګرو له کورنیو سره هم خبرې وکړو؛ خو له هڅو سره سره پرې ونه توانېدو.

تراوسه داعش وسله‌والې ډلې د پېښې مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام