د غور ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې داعشیان پرون ناوخته مهال د دې ولایت په مرغاب سیمه کې ۹ تنه د دوی د دوو غړیو د وژلو په دلیل برمته کړيدي.
د غور د ولایت مقام ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار ته وویل، چې برمته شوي وګړي د مرغاب سیمې د «بردېز» کلي اوسېدونکي دي او له دولت سره هېڅ ډول تړاو نهلري.
د خطیبي پر وینا، داعشیانو دا وګړي د دې ډلې د ۲ تنو د وژل کېدا او ۳ ټپي کېدا په تور له ځانه سره خپل اصلي پوځي ځای «رقسکن» سیمې ته وړي دي.
د غور د ولایت مقام ویاند وايي، چې د داعش ډلې دا شمېر وګړي پرون په یو ځای پر ځای شوي بم کې وژل شوي او ټپيان شويوو. د خطیبي په خبره، داعشیان ادعا لري، چې د دوی غړیو ته همدې برمته کړیو کسانو بم ځای پر ځای کړیو.
د چارواکیو پر وینا، تر اوسه د برمته شویو وګړیو د برخلیک په اړه معلومات نهشته.
داعشیان دا مهال د فېرزوکوه په شمالي برخه کې د جلب و جذب بهیر چټک کړی او هڅه کوي، چې د ځوانانو، نویو زلمکیو او ښځو په ګډون د خپلو غړیو شمېر او روزنه زیاته کړي.