داسې سړی چې په وجود کې یې د ونې نېلي زرغونيږي

یو بنګلديشي ځوان د پوستکي په یوې داسې نا اشنا ناروغۍ مبتلا شوی چې په لاسونو او پښو کې یې د ونو د نیلو په څېر غوښې زرغونيږي.

اوس دهمدې ناروغۍ له امله دغه بنګلدیشی د «ونې سړی» په نوم مشهور دی.

۲۶ کلن ابول بجندار د بنګلدیشد کهولنای له کلیو څخه دی، په سایکل یې د مسافرو په وړلو دخپل ژوند ستونزې هوارولې خو له تېرو ۶ کلونو راهیسې چې په دې ناروغۍ اخته شوی له کار لوېدلی دی.

هغه ۵ کاله چې ښاغلی بجندار نه شول کولی مسافر یوسي، نو دخپل عجیب وجود له امله په یو سرکس کې په کار بوخت شوی دی .

په همدې حال کې د «ونې سړی» دخپلې درملنې له پاره هندوستان ته هم لاړه، خو هلته یې درملنه ونه شوه.

خو ددې سړي د ناروغۍ له مشهور کېدو وروسته خیریه ټولنو ورسره د مرستې ټټر وواهه او په معتبرو روغتونونو کې دهغې د درملنې ژمنه یې وکړله، چې اوس مهال ددې سړي جراحي عملیات د ډاکا په یو روغتون کې په ویړیاتوګه روان دي.

بجندار د خپلو عملیاتو په اړه وایي، چې خوشاله دی له وجود یې اضافه غوښه لرې کيږي.

هغه زیاته کړې، چې یو وخت یې د خپلې درملنې له پاره د دعاګانو او بوټو د درملو له پاره هڅې پېل کړې خو په هغې سره له بدو بدتر شو.

دغه نېلې چې د ابول بجندار په وجود کې را شنې کېږي د «EV» مخفف په نوم یو ډول ژنیټيکي ناروغي ده چې رامنځته کيږي.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې یواځې ۳ انسانان په دغې ناروغۍ مبتلا شوي دي چې له هغې ډلې څخه یو هغه یې د انډونیزیا د دد په نوم یو ماهي نیونکی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام