دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دو نیمې بجې د خوست ښار یعقوبۍ جومات د نوملیکنې په یو مرکز کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکیو توکیو چاودنې له امله رامنځته شوې.
د خوست امنیې قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان ځدران سلام وطندار ته پېښه تایید کړه او ويې ویلي، پهدې چاودنې کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
ښاغلي ځدران وايي چې په وژل شویو کسانو کې یو پولیس او یوه مېرمن هم وژل شوي دي او نور ټول وژل شوي او ټپيان ولسيوګړي دي.
په ورته وخت کې د خوست ملکي روغتون رییس حبیبشاه انصاري سلام وطندار سره په اړیکې کې وویل چې پېښه کې د ۲ ښځو او یو پولیس په ګډون ۱۷ جسدونه روغتونو ته وروړل شوي او د یوې ښځې په شمول ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
دی همدارنګه وايي د ټپیانو حالت نازک دی.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.