خوست کې د لاریون پرمهال ۱۰ پولیس او ۱۵ لاریونوال ټپیان شوي

دغه مرګ‌ژوبله هغه وخت رامنځته شوه چې نن پولیسو د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې پر غصب شوې ځمکې کورونه ړنګول چې په غبرګون کې یې لاریونوالو په پولیسو د کاڼو ګوزارونه وکړل او پولیسو لاریونوال په ډزو بدرګه کړل.

په دغه اخ‌وډب کې ۱۰ پولیس او ۱۵ لاریونوال ټپیان شوي‌دي.

لاریونوال دا ځمکه خپل ملکیت بولي او وایي چې دلته بادشاه‌خان ځدراڼ او  نورو مشهورو کسانو هم کورونه جوړ کړي؛ خو دولت ورته څه نه‌شي ویلی.

دوه لاریونوال نجیب‌الله او داوود سلام وطندار ته وویل، دوی به تر هغو خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې غوښتنو ته یې نه وي منل شوې.

دوی وایي، پولیسو په کلیوالو ګوزارونه کړي او له هغه وروسته نښته رامنځته‌ شوې‌ده.

خو د خوست امنیه قوماندان اخترمحمد نورزي سلام وطندار ته وویل چې دا ځمکه د ولسمشر د حکم پر اساس صنعتي پارک ته ځانګړې شوې او په وینا یې، هېڅوک نه پرېږدي چې د شخصي ملکیت په توګه ترې ګټه واخلي.

ښاغلی نورزی تاییدوي په‌دې لاریون کې ۱۰ پولیس ټپیان شوي‌دي؛ خو د لاریونوالو د ټپي کېدو ادعا نه مني.

د خوست ولایتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې د دې صنعتي پارک کار باید درې کاله مخکې پیل او اوس ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی‌وی؛ خو د ځېنو زورواکیو د فشار له امله لا هم ودانۍ او کورونه شته او د پارک جوړېدلو مخه یې نیولې ده.

د حکومتي چارواکیو په وينا، په‌دې سيمې کې ټول‌ټال ۱۴۹۰۰جريبه دولتي ځمکه ده چې ۴۰۰ جريبه يې د صنعتي پارک له‌پاره ځانګړې شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام