خوستیان د ژمي پر ساتل شوې واوره په اوړي کې تجارت کوي

د خوست ولایت اوسېدونکو په یو نوي تجارتي ابتکار لاس پورې کړی.

دوی د ژمي په موسم کې له اسمانه ورېدلو مفتو او وړیا واورو ته سړځایونه جوړ کړي او ښه پريمانه واورې په کې همغه مهال ذخیره کوي.

که څه هم د ژمي په موسم کې هر شخص غواړي ګرمې هوا ته پناه یوسي او له سړې هوا ځان وساتي، خو دوی لکه په خړو خاورو کې د ګل شنه کېدو په شان نه غواړي ځان له واورو لرې وساتي، بلکې غواړي د خپل راتلونکي له پاره ترې اقتصادي ګټه پورته کړي.

د خوست په شان د هېواد په نورو سیمو کې هم په دودیزه بڼه واورې ساتل کيږي، خو له واورو څخه اقتصادي ګتنه او له بې زحمته واورو څخه په اوړي کې د پېسو لاس ته راوړل يې نوی ابتکار برېښي.

ځکه پخوا به خلکو واوره یواځې د ځان له پاره ساتله خو اوس بیا دغه کار د ګټې له پاره هم کوي او د ډیرو له پاره اوس د واورې ساتل د ورځني ژوند اړتیاوو پوره کولو وسیله ګرځیدلې.

د دوی دغه اقتصادي ابتکار ځکه بریالی دی، چې د خوست هوا په ژمي کې ډېره سړه وي، خو بیا برعکس په اوړي کې ډېره ګرمه شي او خلک مجبوريږي، چې یخې اوبه و کاروي.

د خوست ښار په سويلي څنډه کې اوسمهال په واورې بار د لارۍ موټرې کتار ولاړې دي.

دغلته د واورې اخيستلو له پاره له غرمې بيا تر ماښامه د زياتې ګڼې ګوڼې له امله هر سړی خپل نوبت ته درېږي.

د حسن په نوم د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، دوه مياشتې کېږي، چې واوره راوړي او اوس ښه بازار لري.

هغه زياتوي، په ورځ کې يو موټر واوره په اړمنو خلکو خرڅوي، چې د هر موټر بیه له ۲۵ نه تر ۳۰ زره پاکستاني کلدارو پورې ده.

تواب خان د واورې يو بل پلورونکی دی.

هغه وايي، که څه هم ګټه يې زياته ده، خو خواري هم غواړي.

تواب خان کرۍ ورځ سره لمر ته د کاماز موټر په باډۍ کې خلکو ته د واورې په تللو بوخت وي.

اوسمهال په خوست کې د خلکو له خوا د يو کيلو ساتل شوې واورې بیه  ۵ پاکستانۍ کلدارۍ ده، چې د کارخانو د توليد شوي يخ په پرتله يې نرخ سم نيمايي دی.

قلندر، موسی خېل او سپیره هغه ولسوالۍ دي، چې په خوست کې نسبت نورو سيمو ته هوا پکې خورا سړه وي.

د دغو ولسوالیو د ځينو اوسېدونکو له خوا د ژمي وريدلې واورې یو خوندي ځای کې اچول کيږي او د پاسه پرې پلاستيک غوړي، چې وروسته بیا په اوړي کې موسم کې ترې استفاده کوي.

 

د يخ اوبه له روغتیايي پلوه څه ناڅه ښې بلل کېږي، خو یو شمیر خلک وايي، چې د واورې اخيستو ته د هر سړي وس نه رسېږي.

معمولاً د افغانستان په زياتره سيمو کې واوره په خامه سړو ځايونو کې ساتل کېږي.

روغتيا پالان وايي، دا ډول واوره، چې د اوبو يخولو له پاره کارول کېږي، د ځينو ساري ناروغيو رامنځته کېدولامل ګرځي.

ډاکترګل احمد شاه د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د مخنيوي څانګې امر وايي، چې محرقه، کولرا، اسهالات او د پوستکي د ناروغيو مکروبونه معمولاً د اوبو په وسيله انتقالېږي.

د هغه په وينا، که چېرې واوره پاکه نه وي ساتل شوې، دې ته موږ پاکه او صحي واوره يا اوبه نه شو ويلی.

ډاکټر ګل احمد شاه دغه راز له خلکو غواړي، چې د هغې واورې او يا يخ له استعماله ځان وساتي، چې پر پاکوالي يې پوره ډاډه نه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام