خلیلزاد: هند باید د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند ته د خپل سفر په اړه ویلي چې دغه هېواد باید د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شریکې کړي.

نوموړي «د هندو» له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، له هندي چارواکو سره یې د افغان سولې په پروسه کې د رول لوبولو څرنګوالي په اړه هم خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، که څه هم هند د افغانستان په پرمختګ کې ښه رول لوبولی، خو د سولې په نړیوالو هڅو کې یې رول نه دی لوبولی.

زلمي خلیلزاد دغه راز ویلي چې «هند په افغانستان کې یو مهم ځواک دی او که «هندـطالبان» سره دخیل شي، دی به یې هرکلی وکړي.»

نوموړي زیاته کړې: «زه باور لرم چې د هند او طالبانو خبرې اترې مهمې دي او د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې هم مهمې دي چې باید مخامخ یادې شي.»

هغه د سفر په وروستۍ دوره کې قطر ته له تګ او له ملابرادر سره تر لیدنې وروسته هند او بیا پاکستان ته ولاړ.

خلیلزاد پرون په پاکستان کې د دغه هېواد د پوڅ له مشر قمر باجوه سره ولیدل. هغه په دې لیدنه کې د سیمې پر امنیت او افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام