د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، له ولسمشر غني او د ملي مصالحې له رییس عبدالله سره یې په ویډیويي غونډه کې ټینګار کړی چې د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره پاتې موارد باید ژر حل شي.
هغه زیاتوي، په دې برخه کې ځنډ د سولې پروسې د تخریبوونکو لپاره د فرصت برابرولو لامل کېږي.
نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا خبرې یې په روانه اوونۍ کې له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره کړې دي.
خلیلزاد لیکلي، دواړو لوریو د سولې پر اقتصادي اغېزمنتیا او په افغانستان کې د جګړې پر لاملونو هم خبرې کړې دي.
د ملي مصالحې شورا د سهشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له خلیلزاد سره په ویډیويي غونډه کې خبرې کړې دي.
دغې شورا ویلي و چې په یاده غونډه کې دواړو لوریو د سولې په برخه کې د وروستیو بدلونونو او د بینالافغاني خبرو اترو د پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.