د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد په پلازمېنې او ولایتونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، پولیس به له نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ د اختر په ورځو کې د خلکو امنیت ونیسي.
د نوموړي په وینا، په دغو تدابیرو کې په ټولو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو تیار سئ درېدل، د هغو ځایونو د امنیت خوندیتوب چې خلک پهکې د مېلې لپاره راټولېږي، ګرځنده ګزمې او د پولیسو د ۱۱۹ شمېرې فعالېدل شامل دي.
رحیمي دغه راز په تېرو لسو ورځو کې د پولیسو د ښو لاستهراوړنو خبر هم ورکړ. نوموړي وویل، د پولیسو او نورو امنیتي ادارو د هلو ځلو له کبله په کابل کې د جنايي جرمونو کچه لس سلنه کمه شوې ده.
خو یوشمېر کابل ښاریان د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ناسمه بولي. د کابل اوسېدونکي احمدمصطفی او وحید سلاموطندار ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل کې امنیتي وضعیت خرابېږي.
که څه هم ترهګرې ډلې د اختر او نوي کال ورځې د خلکو په ګڼهګوڼه کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په طرحه کولو سره نمانځي، خو اوس به ولیدل شي چې د امنیتي ځواکونو تدابیر به د یادو بریدونو او چاودنو مخه ونیسي او کهنه.