دا د په خواله رسنۍ فېسبوک کې د هابیل یاسیني وروستی فریاد و. مخکې له هغې چې ځان د ځانمرګي له معرکې، ډزو او وینو تویېدلو نه بېرون وباسي. خو یاد مو وي چې دا فریاد د جنګ له مقدمې کرښې نهدی اوچت شوی، هابیل هم له هېڅ ترهګر او وینهتویېوونکي سره د جنګ لهپاره وسله نه وه په اوږه کړې.
هابیل وسلهوال و؛ خو په ټوپک باندې په نښه شوي انسان یې نه و په نښه کړی. هغه په هغه څه مسلح و چې د لیسانس او ماسټرۍ په دورو کې یې زده کړيوو او ناپوهي یې پرې په نښه کړېوه. د هرات له انجینیري پوهنځي فارغ شویو او د ماسټرۍ له خلاصولو وروسته د نورو ځوانانو په شان کابل ته د کار په لټې پسې راغی.
خو څه پوهېد چې پهدې بېڅښتنه ښار کې به څه ورپېښېږي؟ څنګه باید پوه شویوی چې لوږه او تشه خېټه د بېځایه او پوچ مرګ نه غوره ده. هغه ډول مرګ چې د وژل کېدلو په اړه یې نه پوهېږې چې د څه لهپاره وژل کېږې؟ د کوم ارزښت او په کوم جرم؟
اوسمهال چې هغه زموږ په منځ کې نهشته؛ څوک یې ځای ډکولی شي؟ ټاکل شوېوه، هغه په ټولګټو وزارت کې د پروژو د انجینیر په توګه دنده پیل کړي. هغوی چې پهدې وزارت یې د برید امر کړی، یا هغوی چې د حادثې له پېښېدلو سره یې خپلې ټوپکې وغورځولې او له سیمې وتښتېدل؛ څنګه د دې ځوان ځای ډکولی شي؟ څوک د دې انساني سرمایې د بېځایه ضایع ځوابویونکی دی؟
دې عکس ته وګورئ. له یوې خونړۍ ورځې وروسته د اطرافیانو دا ډول سکوت. هابیل خپله د شهادت ګوته د کومو کسانو په لوري نیولې ده؟ هغوی چې هابیل یې د مرګ کومې ته ورسولو؛ د دې عکس په لیدلو به نه وي لړېدلي؟ دا ګوته شاهدي وايي چې هغوی یې لیدلي دي؛ خپل قاتلان یې لیدلي، هغوی چې خپل بربریت او ظلم یې بېګناه او ملکیانو ته وښود او هم هغوی چې خپل غیرت او وجدان یې تر پښو لاندې کړ او په بزدلانه ډول یې بېدفاع خلک پرېښودل او له ځایه وتښتېدل.
هغوی چې وژل يې وکړل او هغوی چې وتښتېدل، د هابیل او له هغه سره د یوځای وژل شویو حکایت د احمد شاملو پهدې قطع کې نښتی دی:
مردی ز بادِ حادثه بنشست
مردی چو برقِ حادثه برخاست
آن، ننگ را گُزید و سپر ساخت
وین، نام را، بدونِ سپر خواست.