
دا څرګندونې د ختیځ مدني خوځښت یو شمېر فعالانو د اعتراض په بڼه نن چهارشنبې کابل کې د ملي شورا نوې ودانۍ مخې ته وکړې.
اعتراض کوونکو د ملي شورا ودانۍ مخې ته یو ۱۲ماده ییز پرېکړه لیک هم خپورکړ، چې پکې راغلي، د ننګرهار په نا امنیو کې اوسني نیول شوي تورن کسان دې علني محاکمه شي، دولت دې په ننګرهار کې د داعش راډيو څپه بنده کړي، ځکه پر وینا يي دغې راډيو خلکو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي.
دوی په شینوارو کې د داعش په نامه د وسله والې ډلې راپيدا کېدل، د اندېښنې وړ وبلل او له حکومته یې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژر د دې ډلې د له منځه وړلو له پاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي او د ختیځوالو په ځانګړي ډول د شینوارو ژوند خوندي کړي.

ختیځ د امن کار مه نا امنه کوئ، افغان وژنه بس کړئ، موږ د ژوند کولو حق لرو، زموږ مشران او ماشومان مه وژنئ. دا د هغو اعتراض کوونکیو شعارونه وو، چې په سمبولیک ډول یې له ځان سره لېږدول.
دوی وايي، که حکومت د ختیځ امنیت ته پام ونه کړي؛ ډېرې ننګوونې راپيدا شي.
د ختیځ مدني خوځښت غړي سید اختیار سباوون د پرېکړه لیک د خپرولو پر مهال وویل، د ملي یووالي حکومت پر ادارې غږ کوو، که د ننګرهار د سولې په اړه خپلې هڅې ګړندۍ نه کړي؛ نو د ولسي پاڅون له کلک غبرګون سره به مخ شي او یوه ګډوډۍ به رامنځته کړي.

د سباوون پر وینا، که حکومت د ننګرهار د امنیت د ټینګښت په اړه قاطع پرېکړه ونه کړي؛ په ټول هېواد کې به تښتونې، ټول وژنې، ولسي پاڅونونه او نامنۍ رامنځته شي.
دغو اعتراض کوونکیو وویل، چې په دې لنډه موده کې په ننګرهار ولایت کې لسګونه ملکي وګړي مړه او تپيان شول، خو سیمه ییز چارواکي لا هم د خلکو د امنیتي حالت په اړه بې غوري کوي.
دوی وايي، چې د ننګرهار ولایت هغه سیمه ییز چارواکي دې له دندې ګوښه شي، چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي.
ببرک سایر د ختیځ مدني خوځښت ټولنې غړی وايي، د دې اعتراض نه یې موخه دا ده، چې په ختیځ کې نا امني ډېره شوې او له دولت څخه هیله لري، چې په ختیځ کې په کار پوه او تکړه کسان په دندو وګوماري.
د دې خوځښت بل غړی میرویس امرخېل یبا وايي، موخه یې دا ده، چې دوی هم د ژوند کولو حق لري، افغان وژنه دې بس شي، ګنې د ختیځ ناامنه کېدل؛ د ټول افغانستان نا امنه کېدل دي.
ختیځوال په داسې مهال په کابل کې د اعتراض په بڼه سره راټولېږي، چې د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار ولایت د قومي مشر ملک عثمان پر کور په ځانمرګي برید کې ۱۳ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شول.