خبریالانو د و لسې جرګې د نن ورځې غونډه تحریم کړه

هغه خبریالان چې د ملي شورا له غونډو د ریپوټونو جوړولو په موخه شورا ته ورځي وایي، هره ورځ د ملي شورا امنیتي کارکوونکي ورسره ناوړه چلند کوي.  

د دغو خبریالانو پر وینا تر هغو چې د ملي شورا چارواکي د امنیتي کارکوونکو د سم چلند په اړه دوی ته ډاډ ورنه کړي، دوی به د ملي شورا له غونډو ریپوټونه چمتو نه کړي او غونډې به تحریم کړي. 

دغه خبریالان وايي، چې نور د ولسي جرګې د امنیتي کسانو ناسم چلند زغم نه لري.

د بصیر فطري په نوم خبریال وايي، "په ولسي جرګه کې له خبریالانو سره ناسم چلند کېږي، خبریالانو پرېکړه وکړه، تر هغې به د ولسې جرګې غونډو ته خبري پوښښ ورنه کړي، چې دغه ستونزې حل نه شي."

یوه بله خبریاله زهرا جویا وايي، "د خبریالانو ستونزو ته پام وشي او زیاتوي، دوی ټولو پرېکړه کړې، چې د ولسي جرګې غونډې تحریم کړي. "

دغو خبریالانو وویل، چې د امنیتي کارکوونکو د ناوړه چلند ترڅنګ په ولسي جرګه کې دوی ته مناسب ځای هم نه شته او د غږ ثبتولو له پاره د ثبت په سیستم کې تخنیکي نیمګړتیا بله ستونزه ده.

د مشرانو جرګې غړی نثار احمد حارث له خبریالانو سره د امنیتي کارکوونکو ناوړه چلند په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، خبریالان د درې ګونو قواوو او خلکو تر منځ د اړیکو ټینګولو دنده لري؛ نه ښایي ناوړه چلند ورسره وشي.

دی وايي، هېڅوک حق نه لري، چې خبریالان د معلوماتو ته د لاس رسي له حقه منعې کړي.

دغه خبریالان ټینګار کوي، تر هغو چې په ولسي جرګه کې د دوی ستونزو ته د حل لار ونه موندل شي؛ دوی به د ولسي جرګې له ورځنیو غونډو ریپوټونه ورنه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام