«حکومت په ټاکنیزو کمپاینونو کې دولتي امکانات کاروي»

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ نوماندانو د ګډو هڅو شورا نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت له دولتي امکاناتو د کمپاین په موخه ګټه اخلي.

د دې شورا په اعلامیه کې لیکل شوي، په حکومت کې ټولې وروستۍ ګومارنې د ټاکنیز کمپاین په موخه شوي او دغه راز ولسمشر محمداشرف غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلۍ او په خپله خوښه هغوی ته د چانس ورکولو لپاره کار کوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې زیاته شوې، حکومت له وخت وړاندې کمپاین پیل کړی چې د ولسمشرۍ نوماندانو ته دغه حالت د منلو نه دی او د ټاکنو د سیالۍ بڼه له پوښتنې سره مخ کوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ولسمشر په ټاکنو کې د قانون په نوم خپله سلیقه تعمیلوي او د قانون او پرنسیپ خلاف دولتي کارکوونکي بدلوي را بدلوي.

د ولسمشرۍ نوماندانو د ګډو هڅو شورا غړي او د ولسمشرۍ راتلونکیو ټاکنو ته د نوماند احمدولي مسعود لومړۍ مرستیاله فریده مومند وایي، سیاسي ګومارنې او د کسانو بدلول را بدلول باید بند شي او هغو ادارو ته دې د نویو کسانو ګومارلو پر ځای، سرپرستان وټاکل شي چې رییسان نه‌لري. 

ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت کېږي

د ولسمشرۍ نوماندانو د اسنادو څېړل پیل شول

محمداشرف غني د ولسمشرۍ لپاره نوم‌لیکنه وکړه

په همدې حال کې د محمدحنیف اتمر دویم مرستیال محمد محقق په حج او اوقافو او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې وايي، د ارګ ډله د وزارتونو، ولایتونو او امنیه قوماندانیو چارواکي د ټاکنیز کمپاین په موخه ګوښه کو:ي او ګوماري.

محقق پر ولسمشر د قانون ماتونې تور لګوي او وايي، د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو پر ضد یې رواني جګړه پیل کړې او د هغوی له پلویانو دولتي وسلې او موټر اخلي.

د نوموړي په وینا، د غني د ټاکنیزو موخو لپاره دولتي امکانات کاروي او د دې لپاره یو شمېر خیالي پروژې پرانېزي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ګډو هڅو شورا خبرداری ورکوي، که حکومت له دا ډول اقداماتو لاس وا نه‌خلي، دوی به یې پر وړاندې له هر ډول لارو کار واخلي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره و نه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام