حکومت د کابل د لوېدیځ پلونو ته ۲۰ ډالره ځانګړي کړي

د کابل د شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې ناحیو اوسېدونکیو د حکومت نه پام او د کابل ښاروالي د بې‌غورۍ پر وړاندې اعتراض وکړ.

معترضان وايي، په یادو سیمو کې د سېلاب راوتو لپاره څو کانالونه دي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره پل نه‌لري.

هغوی زیاتوي، کله یې چې دا ستونزه له حکومت سره شریکه کړه، حکومت په یادو سیمو کې د پلونو جوړولو لپاره یوازې ۲۰ ډالره ځانګړي کړل.

د سیمو اوسېدونکیو په طنزي توګه د حکومت له دې اقدام نه مننه وکړه.

مدني فعال او د دې سیمې اوسېدونکی شریف وطندوست وايي، د واورې او باران پر مهال یاد کانالونه له اوبو ډکېږي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم د دغو سیمو اوسېدونکي تل د حکومت ترڅنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کړی، خو کله چې له ستونزو سره مخ شي، حکومت یې له پامه غورځوي.

په همدې حال کې د سیمې یو ملا امام غلام رسول حسیني هم وايي چې د اوبو راوتلو او د کانالونو ډکېدو پر مهال اړ دي چې په کور کې پاتې شي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په پلازمېنه کې اوسېږي، خو د حکومت د بې‌غورۍ له کبله هېڅ ډول ښاري خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام