حکمتیار: نه ایتلاف جوړوم او نه هم نوې جبهه

د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار نن د یوې خبري غونډې پرمهال هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې حزب اسلامي د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو نوي ایتلاف پر وړاندې د ملي تفاهم په نوم ایتلاف جوړوي.

ښاغلي حکمیتار وویل، د ملي تفاهم په نوم د نوي ایتلاف موخه دا ده، چې په هېواد کې ټول سیاسي ګوندونه سره راټول او تر یو چتر لاندې د هېواد په سترو مسلو بحث او د حل لار پیداکړي.

ګلبدین زیاته کړه، په اوسني وضعیت کې باید ټول سیاسي ګوندونه سره راټول او د هېواد اوسني بحران او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دی وايي، زموږ په طرحه کې دا نه شته، چې د بل په وړاندې ایتلاف جوړ کړو او نه هم د ځینو رهبري شورا چې له حکومته یې صلاحیت لوړ وي.

ښاغلي حکمتیار د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو مشرانو ترمنځ د ترکیې په انقرې ښار کې د نوي ایتلاف په اړه وویل، د دغه ایتلاف په اړه نه اندېښنه لري او نه يي هم مخالفت کوي.

حکمتیار زیاته کړه، چې که دغه ایتلاف یوه مثبه تګلاره غوړه کړي او د  ولس په ګټه وي ملاتړ یې کوي.

د حزب اسلامي مشر ټینګار وکړ، چې ایتلافونه باید د یو بل په خلاف نه وي او هېکله تقابل رامنځته نه کړي.

د حزب اسلامي مشر غونډې ته وویل، چې د هېواد په شمال کې وسلې ویشل کېږي او په دې اړه يي له حکومته وغوښتل دا موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

مخکې تردې په رسنیو کې داسې ریپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د جعیت، جنبش او وحدت ګوندونو پر وړاندې نوی د تفاهم ملي  په نوم ایتلاف رامنځته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام