د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، که حکومت د ټاکنو برخې کې د سیاسي ګوندونو غوښتنې و نهمني او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم له درغلیو ډکې وشي، ګوندونه به د لنډمهالي حکومت پر جوړول غور وکړي.
د نوموړي په وینا، د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو او نیمګړتیاوو ډکې وې او په ټاکلي وخت یې د پایلو نهاعلان بډو اخیستو او درغلیو ته لار هواروي.
حکمتیار وايي، د ملي تفاهم مجمع به په نږدې راتلونکي کې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. د ده په وینا، یادې مجمع کې ۳۷ ګوندونه شامل دي.
دی زیاتوي، د ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې له امریکا، روسیې، چین او هند سره خبرې کړي او هغوی هم د سیاسي ګوندونو له نومانده ملاتړ کوي.
نوموړی پر ولسمشر غني نیوکه کوي چې د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې له سیاسي ګوندونو سره کړې ژمنې عملي کړي نهدي.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي پهدې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.