حسیب: د افغانستان امريکايي پوهنتون کې یوازې خپل لیاقت په درد خوري

د افغانستان امریکايي پوهنتون د "اداره او تجارت" څانګې محصل محمد حسب داوودزی وايي، چې د افغانستان امریکايي پوهنتون ته لاره موندنه د هر شخص لیاقت او استعداد پورې اړه لري.

دغه ۲۱ کلن محصل زیاتوي، هغه څوک چې غواړي د افغانستان امریکايي پوهنتون ته لاره پېدا کړي، نو باید په انګلیسي ژبه پوره تسلط ولري او په "ټافل" ازموینه کې باید له ۵۰۰ زیاتې نمبرې واخلي.

محمدحسیب وايي، وروسته له هغه چې له ښوونځي څخه فارغ شو، نو غوښتل يې "د آیلټس" امتحان ورکړي او په بهرنيو هېوادونو کې درس ووايي.

خو پر وینا يې، کله چې د افغانستان امريکايي پوهنتون ته ورغی، نو دغه پوهنتون يې پام ور جلب کړ او د درس ویلو تصمیم يې په همدغه پوهنتون کې ونیو.

نوموړي زیاته کړه، وروسته له هغه چې د دغه پوهنتون د استادانو په هکله يې معلومات ترلاسه کړ، نو پوه شو چې دغه پوهنتون د نړۍ له نورو پوهنتونو په شان د هر راز اسانتیاوو لرونکی او د نړېوالو معیارونو سره برابر پوهنتون دی.

د هغه پر خبره، نو په همدې دلیل يې خارج ته له تګه تېر شو او و يې غوښتل د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې خپلو زده‌کړو ته د خپلې کورنۍ ترڅنګ دوام ورکړي.

هغه وویل: " ماته هیڅ فرق نه‌کوي، چې د هاروارد پوهنتون زده‌کوونکی یم او که د افغانستان امریکايي پوهنتون، نو په همدې دلیل مې خپلو زده‌کړو ته په همدې ځای کې دوام ورکړ ".

هغه وايي، چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د تحصیل ادامې له‌پاره ښه زمینه برابره کړې او په دغه پوهنتون کې درس ویل محصلین راتلونکي ته امیدواره کوي.

داوودزی زیاتوي، د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو له‌پاره د کره فکر کولو لارې ښايي، تر څو وکولای شي د هر موضوع په اړه فکر وکړي او هغه ته د حل لارې ولټوي.

دغه محصل، چې د لومړي کال نه تر اوسه په خپل صنف کې اول‌نمره ده وايي، غواړي په راتلونکي کې خپله ماسټري هم په همدغه پوهنتون کې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام