حزب اسلامي له پاکستانه د خپلو ګټو له پاره د کډوالو د ستنېدو مخنیوی کوي

له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې افغان سفارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ د «خپل وطن ګل وطن» په نوم کمپاین پیل کړی، چې موخه یې له پاکستانه د کډوالو د ستنېدو د بهیر ګړندي کول دي.

خو بل لوري له تېرو ۲ اونیو راهیسې د حکمتیار پر مشرۍ د حزب اسلامي غړیو له خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې د کډوالو د حقونو د ترلاسه کولو په نامه «د کډوالو اواز» په نوم کمپاین پیل کړی دی.

په دغه کمپاین کې د حمکتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار او ملګري یې کمپ په کمپ ګرځي او کډوال د خپلو حقونو اخیستلو ته هڅوي.

دوی وايي، په افغانستان کې د کډوالو ستنېدنې ته شرایط نه دي برابر او د پاکستان حکومت باید کډوال افغانستان ته د تګ په پار مجبور نه کړي.

خو په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د کډوالو د چارو کارکوونکي ستانه ګل احمدزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د حزب اسلامي دا منفي کمپاین به د کډوالو د بېرته ستنېدنې په بهیر اغیز ونه کړي.

احمدزی زیاتوي، دمګړۍ پاکستان کې  افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دوی هڅه کوي، چې کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

نوموړی د حزب اسلامي د غړیو دغه کمپاین د هغوی د شخصي ګټو په نوم نوموي او زیاتوي، چې له اختر وروسته به د کډوالو د ستنېدو لړۍ نوره هم چټکه شي.

د ده په باور، د حزب اسلامي د کمپاین په دې بڼه هېڅوک هم باور نه کوي.

په همدې حال کې د چارو څېړونکی یونس فکور وايي، حزب اسلامي د سولې په خبرو کې د کډوالو د بېرته ستنېدنې موضوع یاده کړې، اوس چې خبرې اترې په وروستي پړاو کې دي؛ دوی غواړي د افغان کډوالو د ستنېدنې موضوع په دوی پورې وتړل شي او اړوند امتیازات یې هم ترلاسه کړي دي.

فکور زیاتوي، چې حزب اسلامي له افغان حکومته د کډوالو له پاره د استوګنې د ځمکې غوښتنه هم کړې ده، چې یو ستر کمپ یې ورته ځانګړی کړی دی.

حزب اسلامي تر اوسه د خېبر پښتونخوا د پېښور شاوخوا د کډوالو له بېلابېلو استازیو سره ناستې کړي او په پېښور پریس کلب کې یې هم یوه رسنیزه غونډه جوړه کړې دي.

د تېرې جمعې په ورځ یې د خېبر پښتونخوا د کواټ سیمې د څو کمپونو له استازیو سره هم لیدلي او زیاته کړې یې ده، چې دا لړۍ به دوام وکړي.

خو ورسره په څنګ کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدنې بهیر هم په چټکۍ سره روان دی.

په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي، چې د کډوالو له پاره د مرستو را جلبولو لړۍ به هم چټکه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام