
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماټیس د سه شنبې په ورځ وویل، ډاډمن دی په افغانستان کې بریا حتمې ده؛ دا شرط نه ده چې بریا دې خامخا په جګړه کې وي؛ کیدای شي دغه بریا له افغان دولت سره د طالبانو د سولې زمینې په برابرېدو رامنځته شي.
ماټیس مخکې له دې چې کابل ته راشي په لنډو ټکو یې دغه مطلب څرګند کړ، هغه خبریالان چې د امریکا له دفاع وزیر سره کابل ته راتلل تر هغو یې د دې خبرې د خپراوي اجازه نه لرله ترڅو چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د نظامي اېتلاف مرکزي دفتر ته نه وي رسېدلي.
نوموړي وویل، د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او لوړپوړیو امریکايي قوماندانانو سره به وګوري.
زیاته یې کړه:«موږ د افغانستان بریا ته هیلهمن یو، خو دا بریا به نظامي نه بلکې له طالبانو سره سیاسي مصالحه وي. طالبان په وروستیو کلونو کې یو بنبست ته رسېدلي؛ نو له افغان دولت سره روغې جوړې ته لېواله دي.»
د امریکا سمندري ځواک تقاعد شوی جنرال ماریس چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د افغانستان په سویل کې د امریکايي ځواکونو قومانده په غاړه درلوده، وايي، په ډلهییز ډول د سولې خبرو لهپاره د طالبانو راوستل ډېر عملي نه ښکاري. له دې کبله، ماریس له طالبانو سره په تدریجي ډول د سولې په خبرو ټینګار لري.
د ماریس په خبره، د طالبانو په لیکو کې هغوی چې له ۱۶ کلنې جګړې ستړې شوي دي باید له دې ډلې راجلا کړای شي؛ سره له دې چې موږ پوهېږو طالبان سولې ته لېواله دي.
ماریس وايي، د افغانستان بریا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرو او د امنیتي ځواکونو په پياوړي کولو کې ده. زیاتوي، پر دې بنسټ به افغانستان نور د نړیوالو ترهګرو خوندي ځای نه وي؛ څرنګه چې القاعدې یو وخت د سپټمپر د ۱۱ بریدونو لهپاره له دغه هېواده ګټنه کړې وه.

امریکايي څېړونکي وړاندوینه کوي چې دا جنګ به همدغه ډول دوام کوي ځکه د معمول لهمخې د پسرلي په راتګ جنګجګړې زیاتېږي.
دا دویم ځل دی چې ماټیس افغانستان ته راځي او د افغان دولت له لوړپوړیو چارواکیو سره ګوري. د امریکا دفاع وزیر ماټیس نه یوازې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وېستو ته لېوالتیا ونه ښوده، بلکې پنټاګون په دغې ۱۷ کلنې جګړې کې خپله پالیسې لا یرغلیزه کړه.
امریکا د افغان سرتېرو د جګړهییزو وړتیاوو ښه کولو او هغوی ته د سلامشورو ورکړې لهپاره تېره اوونۍ یوه ۸۰۰ کسیزه ډله راولېږله چې دلته مېشتې نورې ډلګۍ به هم ورسره همغږې وي. په دې سربېره امریکا د عراق او سوریې له هېوادونو اې۱۰ الوتکې او نورې درنې وسلې هم افغانستان ته راولېږدولې. دغه کړنه په افغانستان کې د ۳۵۰۰ امریکايي سرتېرو زیاتېدو لامل شوه.
ماټیس ویلي دي، د امریکا موخه د افغان ځواکونو پياوړي کول او د طالبانو کمزوري کول دي ترڅو دغې ډلې ته قناعت ورکړل شي چې نه شي کولی د جګړې له لارې ګټونکي شي.
خو د امریکا څېړونکي بنسټونه په افغانستان کې د ۲۰۱۸ جګړې په اړه دومره مثبت لید نه لري.
د فېبرورۍ په وروستیو کې سیګار راپور خپور کړی و، چې افغان دولت له ۲۰۱۵ کال راهیسې په کمه برخه خاورې واک لري؛ داسې حال کې چې طالبان د افغانستان په زیاته برخه واکمن دي.
لیکوال: رابرت برنز