جګړو د فاریاب له ۴ زره ډېرې کورنۍ بې‌ځایه کړي

د فاریاب د اندخوی څلور ګونو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. په‌دې موده کې له ۴زرو ډېرې کورنۍ د اندخوی ولسوالۍ مرکز، جوزجان او بلخ ولایتونو کې کډه شوې‌دي.

د ولسي جرګې غړی بشیراحمد تینج وایي، د امنیتي وضعیت خرابوالي د اندخوی ولسوالیو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه کړي چې حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د ده په وینا د دې ولسوالیو تر څنګ په سرحوض کې هم خلک له قحطۍ سره مخ او ان له لوږې مړه شوي‌دي.

د فاریاب ولایتي شورا غړي اق‌محمد نوري سلام وطندار ته وویل چې د اندخوی د درېیوو ولسوالیو اوسېدونکیو ته په اندخوی ښار کې د اوسېدو ځای نه‌شته او ترڅنګ یې ډېرې کورنۍ پرسرکونو او مسافرخانو کې پراته دي او د خوړو له پاره څه نه‌لري.

یوه بې‌ځایه شوې ښځه رحیمه وایي، طالبانو یې د کلیو د نیولو ترڅنګ له دوی نه پاخه خواړه غوښتل چې دوی یې وسه نه لرله، بالاخره تېښتې ته مجبور شول.

د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس اقا‌محمد رحیم وایي، له بې‌ځایه شویو وګړیو سره د بېړنیو مرستو رسولو څرنګوالي کمېټې جوړې شوې‌دي.

هاخوا بیا د فاریاب والي نقیب‌الله فایق پرون د اندخوی څلور ګونو ولسوالیو اړوند د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د پوځي عملیاتو په دوام ټینګار کړی‌و او د اقینې بندر له خطر سره مخېدو اجازه به هېچا ته ورنه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام