د لمر څرک سره سم د شبرغان ښار په شاوخوا کې له وېجاړو شویو ودانیو او کنډوالو یوشمېر روږدي کسان راوخوځېږي او ډلې ـ ډلې ناست وي. د روږدو کسانو راټولېدل کومه هېښنده خبره نه ده؛ خو تېرو څو کلونو پورې د ښار په هېڅ څنډه کې د روږدو کسانو په ډله کې ماشومان لیدل شوي نهوو. دا ماشومان د نشهیانو تر څنګ لوبې، ساعت تېری او د هغوی ځورول او ننداره نه کوي؛ بلکې نشهيي توکي پرې پلوري.
بشیر (مستعار نوم) یو ۱۲ کلن ماشوم دی. د ښار ټول روږدي کسان، بشري نومی د شتري رنګه جامو، شلېدلو بوټونو او یو تور رنګي بیک په ځانګړتیاوو پېژني. نوموړی له لمر خاته تر ماښامه په واټونو او د روږدو کسانو په ډله کې چورلېږي، نشهيي توکي پلوري او له دې لارې د خپلې کورنۍ لهپاره یوه مړۍ ډوډۍ ګټي.
بشیر وايي، د نشهيي توکیو پلورونکي ورته د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ د نشهيي توکیو پاکټونه ورکوي او هغه هر یو پاکټ ۵۰، ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانۍ په نشهیانو پلوري؛ چې له پلور وروسته د دې چار په بدل کې ورته له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو مزدوري ورکول کېږي.
د نشهیانو راټولېدنې له یوې خوا او له ماشومانو د نشهيي توکیو قاچاقبرانو ګټنې له بل لوري د جوزجان ولایت استوګن اندېښمن کړي دي.
د دې ولایت اوسېدونکي د دغه حالت په رامنځته کېدو دولت ګرم ګڼي. وايي، دولت د نشهيي توکیو قاچاقبرانو ته د سزا ورکولو او د قانون په عملي کولو کې پاتې راغلي دي؛ له کبله یې د ماشومانو او زدهکوونکیو ژوند او روغتیا ته ګواښ پېښ کړی دی او په پایله کې د نشهيي توکیو کاروبار او پلورونکیو ته زمینه برابره شوې ده.
د احمد جاوید په نوم یو وګړي سلاموطندار ته وویل، په جوزجان ولایت کې موجوده حالت د سختې اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ماشومان نشهيي توکي پلوري او مسوول بنسټونه باید د دې کار مخنیوی وکړي.
د جوزجان ولایت د نشهيي توکیو سره د مبارزې ریاست رییسه زرغونه هاشمي د نشهيي توکیو پلورونکیو ماشومانو شمېر زیاتېدو په اړه د وګړیو د اندېښنو په ځواب کې وايي، هېڅوک له ماشومانو نه باید ګټنه وکړي او روان حالت د ماشومانو راتلونکی او برخلیک تورتم او تباه کوي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې په دې باور دی چې په هرحال او په هره ممکنه لاره هڅه کوي چې په نشهيي توکیو روږدي کسان پيداکړي؛ د جوزجان امنیه قومانداني هغه کسان نیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي چې د نشهيي توکیو په کارو بار کې له ماشومانو ګټنه کوي.
له بل لوري په شبرغان کې د انسان او کډوالو د قاچاق مسوول سکرتر حسن سلیمي وايي، له ماشومانو ګټنه د انساني قاچاق یو ډول دی او د انساني قاچاق د قانون لهمخې هغوی ته سزا ټاکل شوېده.
د انساني قاچاق پرضد د مبارزې او د کډوالو قاچاق قانون د پنځم څپرکي په اساس دولت او هغه اړوندې ادارې مکلفې دي چې د نړۍوالو ارګانونو سره په همکارۍ د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق د سازمان شویو ډلو په تحقیق، کشف، محاکمه کې مرسته وکړي.
خو د جوزجان د ځېنو مدني فعالانو په باور، د محلي حکومت په دننه کې ځېنې داسې سرچینې شته چې د ماشومانو په ګومارلو او د هغو پهواسطه نشهیي توکي لېږدوي او ترڅنګ یې د نشهیي توکیو له بانډونو سره تړاو هم لري.